1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ښځو د پناه پرغوښتنو دي ژر غور وشي

۱۳۹۴ مهر ۱, چهارشنبه

په آلمان کې د کډوالو د ادغام د چارو مسوولې ایدن اوزوگوڅ غوښتنه کوي چې د نورو مهاجرو ترڅنگ د افغان ښځینه مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو باندې باید ژر تر ژره غور او د هغوی د هستوگڼې پر حقوقي وضعیت باندې تصمیم ونیول شي.

https://p.dw.com/p/1Gaxk
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د حکومت د کډوالو د ادغام د چارو مسوولې ایدن اوزوگوڅ د نوروو زیاتو مهاجرو د پناه غوښتنې د دوسیو د غور د بهیر د گړندي کولو له پاره وړاندیز کړی دی. اوزوگوڅ د چهارشنبې په ورځ د «برلنیر څایتونگ» نومې ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې وویل: «زه دا معقوله گڼم چې د پناه غوښتنې پر دوسیو باندې د غور د بهیر گړندي کول نور هم پراخ کړی شي او د پناه غوښتنې د منل کیدو کچه دې لوړه کړی شي.»

د کډوالو د چاروو نوموړې مسوولیېپه خپله مرکه کې یادونه وکړه: «د بیلگې په توگه هغه افغان ښځینه پناه وړونکي چې دلته راغلې دي او یوازي دي، هغوی هسې هم بیرته خپل هیواد ته استول کیدای نه شي». هغې وویل نو له دې امله د هغوی پر دوسیو دې ژر تر ژره غور وشي او په آلمان کې د هستوگنې له پاره دې تصمیم ونیول شي.

هغې په خپله مرکه کې وویل:« زما په نظر په دغې مسله کې د گړندیتوب امکانات شته. خو دا هم یو واقعیت دی چې په یو گړندي اقدام کې د پناه غوښتنې پر دوسیو باندې عادلانه او بنسټیز غور آسانه کار نه دی.»

میرمن اوزوگوڅ وویل چې د عادلانه توب دلایلو له امله مهمه دا ده چې «زړې دوسیې چې له ډير پخوا راهیسې د کډوالو او مهاجرو فدرال ادارې او یا هم اړوندو محکمو کې پاتې دي، ژر تر ژره او په پوره دقت سره بشپړي کړی شي.»

د کډوالو او مهاجرو لپاره د آلمان فدرال اداره «BAMF» کې په اوسني وخت کې څه د پاسه ۳۰۰۰ کسان کار کوي چې د هغو له جملې څخه ۵۵۰ تنه یې یوازې د پناه وړنکو پر غوښتنلیکونو باندې غور کوي او تصمیم نیسي. په ۲۰۱۲ کال د دغو په اصطلاح «پناه غوښتنې د تصمیم نیوونکو» شمیر یوازې ۲۵۰ تنه وو. سره له دې هم د اگست تر پای پورې هغوی سره ۲۷۶ زره پخوانۍ دوسیې پاتې دي چې د هغوی له نیمايي څخه زیاتو باندې لا تراوسه تصمیم نیول شوی نه دی.

د دې له پاره چې د پناه غوښتنې پر دوسیو باندې د غور بهیر گړندی کړی شي ۶۰۰ نور کاري بستونه په نوموړې ادارې کې پرانیستل شوي دي چې هغو ته نوي همکاران باید استخدام کړی شي.

د دوسیو د غور د گړندۍ کولو پروسه کې باید د پناه غوښتونکي پر هویت شک موجود نه وي، بیا نو هغه مجبوره نه دی چې د تحقیق یا په اصطلاح «انترویو» له پاره شخصا حضور پیدا کړي، هغه یوازې کولای شي چې په لیکلې بڼه د خپل پناه غوښتنې دلایل وړاندې کړي. له هغې وروسته اړوند تصمیم نیونکي پر هغې غور کوي او بیا به تصمیم نیول کیږي چې آیا هغه سړي یا هغې ښځې ته پناه ورکړای شي که نه.