1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ولسمشر د ترور پلان شنډ شو

۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پنج شنبې په ورځ اعلان وکړ چې شپږ تنه یې د افغان ولسمشر د وژني د پلان د جوړولو په تور نیولي دي. د دغه ادارې په وینا نیول شويو کسانو په مستقیمه توګه د القاعدې د شبکې سره رابطه درلوده

https://p.dw.com/p/12mCd
د افغانستان د استخباراتي اداري ویاند
د افغانستان د استخباراتي اداري ویاندانځور: DW

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند، لطف الله مشعل، په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته او بیا دویچه ویله سره په ځانګړي مرکې کې وویل چې په دغو کسانو کې د ولسمشر د ساتونکو د دفتر یو کارکونکی هم شامل وو:

«یوې ډیرې پیاوړې او خطرناکې ترورستي ډلي غوښتل چې افغان ولسمشر، حامد کرزی ترور کړي. په تاسف سره دغه ګروپ د ارګ په امنیتي ادارو کې هم نفوذ پیدا کړی وو او د ولسمشر د ساتونکو د دفتر یو کارکونکی یې هم په دغې دسیسې کې ښکیل کړی وو.»

مشعل زیاته کړي چې په نیول شویو کسانو کې د کابل د طبي پوهنتون استادان، محصلین او د ارګ یو کارمند شامل دي. مشعل زیاتوي دغه کسان د کابل د طبي پوهنتون د ديني زده کړو د یو استاد لخوا چې سید اغا نومیده تحریک شوي او شمالي وزیرستان ته استول شوي ول.

د مشعل په حواله دغه کسان په شمالي وزیرستان کې د زدکړو د تر لاسه کولو وروسته افغانستان ته ستانه شوي ول ترڅو د ولسمشر د ترور، د ملګرو ملتونو پر ځیني ملمستونونو، په کابل کې پر میشتو سفارتخانو او نورو مهمو نړیوالو ادارو بریدونه تر سره کړي.

لطف الله مشعل دویچه ویله ته وویل چې دغو کسانو په اعترافاتو کې ویلې دي چې د پاکستان په میران شاه کې یې د القاعدي له دوو غړو سره چې سیف الله المصري او عبدالله البنګالي نومیږي ارتباط درلود.

مشعل زیاته کړه چې یادو کسانو د القاعدي د یو مشر سره چې بلال نومیږي او د هغو کسانو سره چې د نیویارک د بریدونو به طرح کولو کې یې لاس درلود هم اړیکې لرلي.

د مشعل په وینا د نیول شویو کسانو له ډلي څخه د یوه تن بانکي حساب ته له بیلابیلو «نړیوالو سازمانونو څخه» 150000 ډالر انتقال شوی ول ترڅو د ولسمشر د ترور په پلان کې ورڅخه کار واخلي. نوموړي زیاته کړه چې د دغو پیسو یوه برخه په افغانستان کې مصرف شوي او یوه بله برخه یې بیا پاکستان ته استول شوي.

کله چې د مشعل څخه وپوښتل شول چې ایا نیول شویو کسانو د حقاني د شبکی او طالبانو سره هم ارتباط درلود او که نه، هغه وویل:
«دغو کسانو په مستقیمه توګه د القاعدي سره ارتباط درلود خو د حقاني شبکي بیا د دوی په روزلو کې همکارۍ کړي.»

دا د ولسمشر کرزي د وژلو لومړنۍ هڅه نه ده. تر دی وړاندي هم پر کرزي کندهار او کابل کې بریدونه ترسره شوي چې هغه ورڅخه روغ رمټ راوتلی دی.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل