1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان فوټبال ملي لوبډلي ته نوی روزونکی وټاکل شو

حسين سيرت۱۳۹۳ بهمن ۲۰, دوشنبه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د آلماني روزونکي په استخدامولو سر هیله من دی، چې په راتلونکې کې به ښې برياوي ولري. د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي نوي روزونکي ویلي دي چې په فوټبال سره د افغانستان خلکو ته مسکا ډالۍ کوي.

https://p.dw.com/p/1EYOT
انځور: DW

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي نوي روزونکي سلوان سکیلزیچ، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۹مه) په یوه خبري غونډه کې په رسمي توگه خپل قرارداد لاسلیک کړ. ۴۳ کلن سکیلزیچ، بوسینایي الاصله آلمانی دی. تر دې دمخه هغه په آلمان کې د فوټبال د یو شمیر ټیمونو سره کاري تجربه لري. سکیلزیچ د (اف سي وي، فرانکفورټ) تر ۱۹ کلونو د کښته عمر ځوانانو د لوبډلي روزونکی هم وو.

دغه روزونکي په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د افغانستان فوټبال ته به د بازۍ نوې فلسفه راوړي، څو افغان لوبغاړي د اروپایي ټیمونو د معیارونو په شان لوبه وکولای شي. هغه وویل: «زه د خپلو لوبو او تمرینونو خاصه فلسفه لرم او غواړم دا فلسفه چې د اروپایي ټیمونو عصري فلسفه ده د فوټبال له ملي ټیم څخه نیولې تر ځوانو لوبغاړو پوري انتقال کړم او په افغانستان کې د لوبي د نوې سبک اساس کښیږدم.»

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي په وینا دا توان لري چې د حریف ټیم د ضعف او قوت نقطې تحلیل کړي او په دې سره افغان لوبډله ډیري برياوي ولري.

نوي روزونکي هیله وښوده چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د ملي ټیم په همکارۍ به وکولای شي په دغه هیواد کې د فوټبال د وضعیت د ښه والي له پاره نوې فلسفه تطبیق کړي. هغه په خپلو څرگندونو کې دا هم وویل چې هڅه به یې دا وي چې له افغانستان څخه دباندي نامتو افغان لوبغاړي په ځانگړې توگه هغه لوبغاړي چې په اروپایي ټیمونو کې لوبیږي، ملي ټیم ته راجذب کړي.

د ځلیدو هیلي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون هیله من دی چې د نوي روزونکي په استخدامولو سره به په دغه ډگر کې ښې لاس ته راوړني ولري او لوبډله به یې په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلیږي.

په دغه خبري غونډه کې د فوټبال د فدراسیون رئیس کرام الدین کریم، وویل: «نن خوشبختانه دې نتیجې ته ورسیدو چې مقدماتي تړون ورسره لاسلیک کړو. که خدای کول، په نزدې فرصت کې به خپل کار پيل کړي او د افغانستان ملي لوبډله به تر خپل نظر لاندي وساتي. څو موږ وکولای شوي هغسي چې له یوه ملت سره ښایي یو ملي ټیم ولرو.»

د کریم په وینا په پام کې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې به افغان ملي لوبډله۲۰ سیالۍ ولري او په وینا یې په کار وه چې د ملي لوبډلې له پاره یو ښه روزونکی استخدام شي.

د فوټبال په سیالیو کې ماتو هم افغانستان دې ته اړ کړ چې د نوي روزونکي په هکله غور وکړي. په وروستیو کې افغانستان له پاکستان سره په يوه دوستانه لوبه کي مات شو. تر دې د مخه د افغانستان د ملي لوبډلي روزونکی یوسف کارگر وو. هغه څه موده دمخه د یوه برید هدف وگرځید او ټپي شو. اوسمهال هغه تر هیواد دباندي تداوۍ لاندي دی او د هغه ټپي کیدل د نوي روزونکي د استخدامولو یو دلیل دی.