1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سيکانو د قاچاق کېدو د څرک لگولو هڅي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

په افغانستان کې د سېکانو مشر، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی له هغو کورنیو سره د اړیکو نیولو هڅه کوي چې د رپوټونو له مخې بریتانيا ته د تگ پر مهال په کانتینرونو کې موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CwCV
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: AP

لندن ته څیرمه د تېلبیري، په بندر کې مامورینو د شنبې په ورځ (۲۰۱‍۴م کال د اگست۱۶مه) دغه کسان هغه وخت وموندل شول چې له کانتیرانو یې چیغې او کوکارې واوریدل شوې. په کانتینرانو کې د یوه تن مړی او ۳۴ ژوندي کسان وموندل شول. د بریتانيا پولیسو ویلي دي چې د ۱۳ ماشومانو په گډون ژغورل شوي کسان افغان سېکان دي.

د افغانستان د سېکانو د ټولنې یوه تن مخور مشر راول سنگهـ ، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «زه تر هغه وخته له دې څخه نه وم خبر، څو چې په دې هکله رپوټونه خپاره شول. زه له کورنیو سره د اړیکو د ټینگولو په هڅه کې یم. زه په عاجل ډول د نورو معلوماتو د راټولولو تلاښ کوم.»

راول سنگهـ ، چې د افغانستان د هندوانو او سېکانو شورا مرستیال مشر هم دی وړاندي ویلي دي چې په ۹۰یمه لسیزه کې په افغانستان کې د کورنۍ جگړۍ تر پيلېدو وروسته یوازي څو زره سېک کورنۍ په افغانستان کې پاته شوي دي. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو پاته شوو ډیرو کورنیو شکایت کړی دی چې دوی ربړول شوي دي.

سنگهـ ، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «زموږ حقوق پایمال شوي دي او د افغانانو له خوا زموږ سره سم چلند نه کیږي. زموږ سره تبعیضي چلند کیږي، زموږ ماشومان ښوونځیو ته تللای نه شي او زموږ ځمکې غلا کیږي. نو له دې کبله زیاتره سېکان دې ته اړ اېستل کیږي چې افغانستان پریږدي.»

د روال سنگهـ ، په وینا زیاتره سېکان او هندوانو په کابل، جلال آباد او کندهار کې په همدغو ټولنو کې ژوند کوي او د ټوکرانو په دوکانونو او یا هم په یوناني طبابت، بوخت دي.

د سنگهـ ، په خبره زیاترو هغو سېکانو چې په دې نزدي وختونو کې یې افغانستان پرې ايښی دی، د بریتانيا پر ځای یې استرالیا او روسیې ته مخه کړې ده.

له کانتینرانو څخه دغه ۳۴ ژغورل شوي کسان نزدې روغتون ته د درملني له پاره انتقال شوي دي. اوس لا هم څلور تنه په روغتون کې تر درملني لاندي دي او د سېکانو ځایي ټولني د ژغورل شوو کسانو د پاملرني په برخه کې مرسته کوي.

د پولیسو یوه تن مشر ویلي دي چې افسران او همکاران به له دغو کسانو سره د ترجمانانو په واسطه خبري وکړي، څو دا معلومه شي چې څه پیښ شوي دي.