1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانيو ارزښت ولي مخ پر کمېدو دئ؟

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه

د افغانستان بانک چارواکي وایي، چي د ډالرو پر بيه باندي به د کنترول ساتلو له پاره ټولي لازمې لاري چاري ولټوي. په دې ورستیو کې د افغانيو په وړاندي د ډالرو بیه لوړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/16n4d
انځور: AP

د افغانستان مرکزي بانک د نغدو پیسو کا روباریانو ته هم خبرداری ورکړی دی، چې که چیري په پټه توگه ډالر او نور اسعار له هيواده دباندي وباسي نو څارنوالۍ ته به یې ور وپیژني.

د مرکزي بانک مشر نورالله دلاوري وايي، چې یو شمیر صرافانو په جعلي سندونو ډالر له هيواده دباندي انتقال کړي او دلته يې د اسعارو ستونزه رامنځ ته کړې ده.

دلاوري وايي، چي په جعلي سندونو د هيواد د هوايي ډگرونو له لاري ډالر او نور بهرني اسعار ایستل کیږي: «هر سند چې بانک ته ورکول کیږي هغه تعقیبوو او متخلفین به لوی څارنوالۍ ته ور وپیژنو، موږ دا موضوع  جدي نيولې ده او پلي کوو يې، تر څو د پیسو له ناقانونه انتقاله مخنیوی وکړو.»

د افغانستان د مرکزي بانک مرستيال خان افضل هډه وال وايي، چي د افغانیو د ثابت ساتلو او له هیواده په ناقانونه توگه د بهرنيو اسعارو د ایستلو په صورت کې به متخلیفن له جدي چلند سره مخامخ شي. هغه وويل:

«موږ له دغو کسانو سره چې په ناقانونه توگه له هيواده اسعار باسي جدي چلند کوو، موږ کافي اسعاري ذخایر لرو، کافي منابع لرو او هر وخت په بازار کې مداخله کولای شو او هر  وخت چي اړتیا ووینو مداخله کوو.»

خو یو شمیر صرافان بیا د مرکزي بانک دغه څرگندوني بې گټي بولي. په کابل کي د شهزاره د اسعارو مارکیت یوه صراف طاهر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې مرکزي بانک پر وخت د ډالرو د بیو د کنترول ساتلو له پاره اقدام نه کوي او دا کار د دې لامل شوی دی چې په تیرو لسو کلونو کې په روانه میاشت کي د افغانيو په وړاندي د ډالرو بیه پورته شي. یو تن صراف وايي:

«که په اوونۍ کې يوه ورځ د صراف په واک کې ډالر ورکړل شي نو هغه ورځ به نرخونه ثابت وي، خو سبا ته به بیا پورته شي لیکن که مرکزي بانک په داومداره توگه د ډالرو د خرڅلاو پروسه پلې کړي دا به د نرخونو په ثابت ساتلو کې ډیره گټه ولري.»

د افغانستان بانک مسئولين وایي، چي له یو شمیر نورو حکومتي ادارو سره یې په خاصه توگه ایران ته د نغدو ډالرو د ایستلو د مخنیوي له پاره لازم تدابیر وضع کړي دي.

په دې کې د سرحدي کنترول پوستو ته امر شوی دی چې ټولي هغه محمولې وپلټي چې ورباندي گاونډي ایران ته د نغدو پیسو د انتقال شک کیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل