1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان کانونه ټولي ستونزي نسي حلولای

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

کارپوهان وايي، افغان حکومت ته يوه ډيره سخته دنده په مخکي پرته ده. دغه دولت بايد په نړۍ کي يو ډيرغريب او تر شا پاته هيواد بيا ورغوي. د دغه کار له پاره پر نړيوالو مرستو سربيره له طبيعي زيرمو سره ډيري هيلي تړلي دي.

https://p.dw.com/p/13Elg
د حاجيگک د اوسپني کان
د حاجيگک د اوسپني کانانځور: Hasan Malistani

د طبيعي زيرمو استخراج، پروسس، انتقال او پلورل ډيرو لويو پانګونو او ډير وخت ته اړتيا لري.

کارپوهان په دې نظر دي، چي په داسي حال کي چي د افغاني چارواکو په خبره امنیتي ځواک يې د کاله پنځه ميليارده ډالره مصرف لري دغه زيرمي ددوی له پاره کفايت نه کوي.

ددوئ په نظر که د کانونو او طبيعي زيرمو په برخه کي پانګه ونه هم وسي بيا به هم ددغه هيواد د پرمختگ او بيا رغوني سبب و نه ګرځي.

په کابل کي د څېړونو له ډلي څخه يو تن توماس روتيګ وايي، چي د کانونو کيندنه نسي کولای چي د عادي افغانانو ژوند ښه کړي.

بندي امير
بندي اميرانځور: picture-alliance/AFP Creative

« په ځينو مواردو کي د ضعيفو حکومت لخوا د کانونو کيندل نوي جګړي رامنځ ته کوي.»

افغان چارواکي ادعا کوي چي د افغانستان طبيعي زيرمي په هر کاله دغه هيواد ته ۳،۵ ميليارده ډالر رواړي.

کارپوهان په دې نظر دي چي د کانونو استخراج ډيري پيسې غواړي، چي دا د افغان حکومت په وسه نه دي.

د کانونو په برخه کي کارپوه، ريچارد لچيک، وايي چي د کانونو هره وړوکې پروژه په ميليونونو ډالر لګښت لري او د هري لويي پروژې لګښت يې ميلياردونو ډالرو ته رسيږي.

د هغه په وينا لويي کمپني به د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګونه و نه کړي. ځکه چي په دغه هيواد کي لازم ثبات نه شته.

حاجيگک د اوسپني کان
حاجيگک د اوسپني کانانځور: Hasan Malistani

دا په داسي حال کي ده چي هندوستان او چين د افغانستان د کانونو په سکتور کي د پانګوني له پاره وخت له لاسه نه ورکوي. چين د عينکو د کان قرارداد تر لاسه کړی او هندوستان هم د حاجيګک کان د قرارداد د ترلاسه کولو په درشل کي دی.

کار پوهان له دي څخه بيره لري، چي افغانستان به و نه توانيږي چي له دغه کانونو څخه ډيره فايده ترلاسه کړي. ځکه کله چي يو بهرنی هيواد په کانونو کي پانګونه کوي د اصلي هيواد اقتصاد ته ډيره ګټه نه رسيږي.

که څه هم اوس افغانستان نورو هيوادونو ته د کانونو د قراردادونو د ورکولو يو لوی شرط د افغانانو روزل او په کار ګمارل ټاکلي دي، خو کارپوهان وايي چي دغه کار د هغو کمپنيو لخوا چي په افغانستان کي يې لا وختي د کانونو قراردادونه تر لاسه کړي دي، نه دی ترسره شوی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل