1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي ځوانانو ته د تخنيکي او مسلکي روزني پروګرام پیل شوې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د افغانستان په لویدځه حوزه کي د ځينو نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته د زرګونو سوالګرو او بې سرپرسته ماشومانو له پاره د زده کړو ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي روزنې پروګرامونه پیل شوې دي.

https://p.dw.com/p/4KGzb
آرشیف: په انځور کي ځوانان د مسلکي روزني پر مهال
آرشیف: په انځور کي ځوانان د مسلکي روزني پر مهالانځور: DW/H. Hashimi

ویل کیږي دا برنامه د افغانستان په هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کي د جرمني د هلپ موسیسې له خوا د یونيسف په ملاتړ د شاقه کارونو او سوالګرۍ څخه د ماشومانو او تنکي ځوانانو د ژغورلو او هغوی ته د ښوونځیو د تګ زمینې برابرولو په موخه پیل شوې.

د افغانستان په لویدیځه حوزه کي د جرمني هیواد د هلپ موسیسې مسؤل محمد آصف فولاد واېې چې په دغه پروګرام کې په زرونو کسان نیول کیږې چې هم ورته زده کړې او کار برابریږي او هم ورته میاشتنۍ نغدي پیسي ورکول کیږي ترڅو خپل فکر ډیر تخنیکي او مسلکي زده کړو ته ور واړوي.

 د طالبانو د پوليس روزلو پروسه مسلکي ده؟

فولاد وويل: »لومړی به شپږ میاشتي دې کسانو ته تخنیکي زده کړه ورکړل شې بیا به ورته د زده کړل شوې مسلک اړونده ټول وسایل هم ورکړل شي او تر شپږو میاشتو به یې د کار ملاتړ او تعقیب هم وشې چې کاري وضعیت یې کومي خوا ته او په څه ډول پر مخ ځي.«

هغه زياته کړه: «تیره اونۍ ۱۱۵۰ تنه فارغ شول او په نوې بهیر کي ۳۲۵۰ کسان شامل دي برنامه دوې برخې لري هغه ماشومان چې عمرونه یې تیټ دي د کورنۍ یو غړی به یې حرفوي زده کړې او معاش تر لاسه کوي، خو په دې شرط چې ماشوم به زده کړو ته پریږدي او هغه ځوانان چې عمرونه یې تر ۱۵ کلونو پوري دي هغوې تخنیکي او مسلکي زده کړي کوي.»

آرشیف: په هرات کي ځوانان د مسلکي زده کړو پر مهال
آرشیف: په هرات کي ځوانان د مسلکي زده کړو پر مهالانځور: DW/H. Hashimi

د هرات ولایت اوسیدونکي وايي، داسې پروګرامونه باید په شفاف ډول پر مخ ولاړ سي او هغه کسان ور معرفي شي چې حقیقي بې وزله دي.

د هرات اوسیدونکی نسیم وايي پخوا چې دارنګه برنامې شروع کیدې د مستحقه کسانو پر ځاې به د شتمنو خلګو اولادونه پکې شاملیدل او یا به هم داسې پروګرامونه تر ډیره بریده په خیالي ډول پر مخ وړل کیدل خو اوس چې په هیواد کي د بیکارۍ او بیوزلۍ ګراف لوړ دی باید مستحق کسان په داسې برنامو کي شامل شي.

«زموږ هیله داده چې لومړی هغو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو او حرفو زمینه برابره شې چې واقعاً هم مستحق دي ځکه دا خو افغانستان دی تل خویش خوري او ملګري پالل کیږې ډېری وختونه د بې وزله پر ځاې ګټه هغو کسانو ته رسیږې چې لازم ضرورت نه لري خو تل ېې هرې مرستي ته لاس اوږد وي.»

له مسلکي زده کړو سره د مهاجرو علاقه مندي ډیره سوې ده

کار پوهان په افغاني ټولنه کي د دارنګه پروګرامونو پيلول تر سمدستي مرستو ګټور بولې او غوښتنه کوي چې داسې برنامې باید لا ډېري شي.

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د بې سرپرسته او کارګرو ماشومانو شمیر د پخوا په پرتله زیات شوی، خو هڅه دا ده چې د نړیوالو بنسټونو په مرسته هغو کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې واقعآ مستحق وي:

«دا ماشومان چې په تخنيکي او حرفوي ټولګيو کې شامل او د مرستو تر پوښښ لاندې نیول کیږي په دقیق ډول د کار او ټولنیزو چارو ریاست له خوا مشخص او وروسته اړونده موسیسو ته ورپیژندل کیږي.»

ځوان افغان کډوال په آلمان کې په کومو کارونو بوخت دي؟