1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کي د برېښنا بندونه جوړيږي

۱۳۸۹ آبان ۴, سه‌شنبه

يو آلماني شرکت د افغان حکومت سره هوکړه کړې چي د هغه هيواد په شمال کي د بريښنا د شبکو او بندونو د رغولو کار پيل کړي.

https://p.dw.com/p/Po0T
انځور: DW

د اوبو او بريښنا وزير وايي چي، دغه شرکت به په لومړي سر کي د مزار شريف – ايبک د برېښنا شبکه بشپړوي.

په دوهم ګام کي به د بلخ د خلم او د سمنګان ولايت د فيروز نخچير د ولسواليو د بريښنا سيستمونه رغول کيږي.

محمد اسماعيل خان وايي چي په راتلونکو پينځو مياشتو کي به د کوکچي سفلي د برېښنا د بند د ډيزاين کار هم د دولسو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت بشپړ سي.

ټاکل سوې چي ترهغه وروسته به د دغه بند د جوړولو هوکړه د آلمان هيواد له يوه شرکت سره وسي.

د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل وايي د افغانستان يو شمير ولسوالۍ او ولايتونه، چي افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د مزي په امتداد پراته دي پس له دي به د دغه آلمان شرکت سره د هوکړي له مخه ورته د برېښنا د سيستمونو د رغولو کار پيل سي».

افغانستان د بريښنا له اړخه ډير بي وزله هيواد ګڼل کيږي.

د دغه ملک پلازمېنه د نړۍ په کچه د تر ټولو تياري پلازمېني په توګه شميرل سوي ده.

ټاکل سوي چي د افغانستان په شمال کي د بريښنا د دغو سيستمونو رغولو ته د آلمان د پراختيايي بانک له لوري پيسي ورکړل سي.

په افغانستان کي د دغه بانک استازي حارث ابوي وايي «موږ هيله لرو چي د دغو پروژو په پلي کيدو سره به د افغانستان په شمال کي د برېښنا له اړخه موجوده ستونزي تر ډيره ځايه هواره سي».

د دغه هوکړه ليک له مخه به دغه آلمانی شرکت تر دوو کلونو پوري د بغلان ولايت د دوشي او خنجان ولسواليو د برېښنا د شبکو د جوړولو چاري هم په غاړه ولري.

دغي پروژې ته ۲۰۷ مليونه امريکايي ډالره لګښت په پام کي نيول سوی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل