1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ټاکني، د کابل او واشنگټن اړیکي

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۵, جمعه

په افغانستان کي د شنبې ورځي ولسمشرۍ ټاکني کېدای سي چي د کابل او واشنگټن په اړيکو کي يو نوی فصل پرانيزي. له څه مودې راهيسي له سپيني ماڼۍ سره د ولسمشر کرزي اړيکي تر بل هروخت زيانمني سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Bbm1
انځور: DW/H. Sirat

په داسي حال کي چي ډيری امريکايان په افغانستان کي د سولي د ټينگښت په برخه کي ناهيلي دي، په زرونو افغانان د يوه بدلون په هيله په درست هيواد کي د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاينونو کي گډون کړی دی، څو خپل دغه فقير هيواد چي له سخت زور زياتي سره مخامخ دی وژغوري.

دا چي دغه ټاکني به تر کومه حده پوري روڼي او له زور زياتي څخه خلاصي وي، هيڅوک نه پوهيږي چي څه به پيښ سي. خو تر کومه ځايه پوري چي د افغانانو له نظره دغه ټاکني مشروع او معتبره دي کيدای سي دا د امريکا متحده ايالاتو چي په تيرو دولسو کلونو کي يې په دغه هيواد کي ۲۱۷۶ پوځيان ووژل سول او د عامو امريکايانو د مالياتو په ميلياردونو ډالره مصرف سول، له افغانستان سره د يوه نوي فصل د پرانيستلو سبب وگرځي.

له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۲ کاله پوري په سياسي برخه کي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت مرستيال ميشيل فلورني وايي: «دا به زموږ په اړيکو کي يو نوی فصل وي، په کومو کي چي زه هيله من يم چي نور به موږ پر يوه شخص باندي ډير تمرکز نه کو، بلکي تر ډيره ځايه به تمرکز پر ژورو ستراتيژيکو اړیکو باندي وي.» خو اداري فساد د امریکا متحده ايالاتو ستره اندېښنه ده.

د امريکايي کارپوهانو په حواله کرزی چي په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان باندي د امريکايي پوځونو تر بريد وروسته امريکايانو راوست او نزدې ۱۲ کاله يې د هغه ملاتړ وکړ، په دې ونه توانېد چي خپل هيواد ته سوله راولي او زور زياتی ختم کړي.

د کرزي او امریکا متحده ايالاتو ترمنځ اړيکي تيرکال هغه مهال نوري هم پسي خړي پړې سوې چي کرزي له واشنگټن سره د دوه اړخيز امنيتي تړون له لاسليکولو څخه ډډه وکړه. دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ماموريت پای ته رسيږي نزدې ۱۰۰۰۰ بهرنيو عسکرو ته د حضور زمينه برابروي.

خو د افغانستان د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره نومول سوو ټولو کانديدانو ويلي دي چي که ولسمشر سي له امریکا متحده ايالاتو سره به دغه تړون لاسليک کړي.

د امریکا متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر جورج بوش د ملي امنيت مشاور ستفان هدلي، وايي چي د افغانستان ټاکني کولای سي چي په امريکا کي دوه اړخيزي اړيکي بيرته ورغوي. هغه وايي چي د افغانستان نوی جمهور رئيس بايد واشنگټن ته سفر وکړي او هلته له امريکايانو څخه مننه وکړي او ووايي چي غواړي له امريکا متحده ايالاتو سره مرسته وکړي.

د دوشنبې په ورځ د سپيني ماڼۍ وياند جي کارنی وويل، چي له افغانستان څخه «د نړيوال ملاتړ د ټينگښت» له پاره په دغه هيواد کي باثباته سياسي انتقال ډېر مهم دی.