1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان مرکزي لارې ناامنه شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه

د افغانستان د مرکزي ولایتونو مسافرین او موټر چلوونکي وایي چې د مواصلاتي لارو امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دئ او له شلو ورځو راهیسي هیڅوک دا جرأت نه کوي چې د میدان وردک له لارې بامیان، دایکندي او غور ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/15jSL
انځور: AP

د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو د میدان وردک د جلریز په سیمه کې پنځه تنه مسافر ووژل. تیره اونۍ هم پر دغه لاره شپږ تنه د طالبانو له لوري وژل شوي ول.

د ولسې جرگې یو تن غړی محمد ابراهیم قاسمي، د مرکزي ولایتونو د مواصلاتي لارو د امنیت د تأمینولو په اړه د یو شمیر دولتي نهادونو د نه پاملرنې له امله شکایت کوي: «د تیرو دوو اونیو په اوږدو کې په دغه لاره کې هره ورځ یو یا دوه موټران درول کیږي. سپرلۍ له موټرانو څخه راکښته کیږي. د خلکو له ډلې څخه پنځه تنه ځوانان مسلخ ته وړل کیږي او د هغوی سرونه د پسونو په شان پریکول کیږي.»

قاسمي وایي چې طالبانو د پولیسو د پوستو په څو متري کې د سپرلیو سرونه پریکړي دي. هغه زیاتوي چې د میدان وردک ولایت امنیتي ځواکونه هم د دغې لارې امنیت نه شي ټینگولای: «له والي څخه چې پوښتنه کوو، وایي چې هیڅوک د دوی خبره نه اوري. نه ملي اردو او نه د کورنیو چارو وزارت عملیات کوي. د پوستې په ۱۵۰ متري کې خلک تښتول کیږي.»

دوه ناامنه لارې

هغه تر ټولو نزدې لاره چې د افغانستان مرکزي ولایتونه له پلازمینې کابل سره وصلوي، د میدان وردکو لاره ده. خو په دغه لار کې د مسافر وړونکو نقلیه وسایلو موټر چلوونکي وایي چې د ناامنیو او گواښونو له کبله، هغوی مجبوره دي چې د پروان له لارې د افغانستان مرکزي ولایتونو ته سفر وکړي.

د موټر چلوونکو د وینا له مخې تر بامیان پورې د پروان لاره نسبت میدان وردک لارې ته ډیره فاصله لري او پر دغه لاره سفر کول سپرلیو ته په لوړه بیه تمامیږي. دا په داسې حال کې ده چې په پروان ولایت کې د شینوارو او سیاه گرد ولسوالۍ هم ناامنه دي او په دغه لاره کې هم طالبانو یو شمیر امنیتي گواښونه رامنځ ته کړي دي.

یو تن موټرو چلوونکی چې اسد نومیږي او د بامیانو پر لاره موټر چلوي وایي چې شل ورځې کیږي چې سپرلۍ نه شي کولای د میدان وردک له لارې سفر وکړي: «د روژې تر میاشتې وروسته دغه لاره نا امنه شوې ده. موټر چلوونکي پر دغه لاره تگ او راتگ نه کوي. له هغه وروسته چې پنځه تنه ئې حلال کړل (سرونه ئې پریکړل) او له یوه بل تونس ډوله موټر څخه ئې پنځه تنه راښکته کړل، دغه لاره ډیره نا امنه شوې ده او څوک پرې سفر نه کوي.»

اسد زیاتوي چې د مرکزي ولایتونو خلک له دې امله په یو ډول محاصره کې ژوند تیروي چې نه شي کولای په آزاده توگه کابل ته سفر وکړي.

د نوموړي موټر چلوونکي په خبره پر دې سربیره چې د دغه لارې په اوږدو کې ځای پر ځای امنیتي پوسته شته لیکن بیا هم طالبان په ازاده توگه له خلکو څخه پوښتنې کوي او که له کوم چا سره دولتي اسناد پیدا کړي هغه له ځانه سره بیایي.

یو بل موټر چلوونکی سلمان وایي چې اوس ‎د میدان وردک او پروان دواړې لارې د مرکزي ولایتونو د سپرلیو له پاره نا امنه دي. هغه زیاتوي چې په دغو لارو کې طالبان موټرو ته اور ورته کوي: «د میدان وردک لاره ۸۰ سلنه په خطر کې ده. هم موټرې د ماین قرباني کیږي او هم تالاشي کیږي.»

د پوځي عملیاتو ژمنه

په همدې حال کې امنیتي مقامات د افغانستان د مرکزي لارو په اوږدو کې ناامني تائیدوي او وایي چې په نزدې راتلونکې کې به په دغو سیمو کې پوځي عملیات وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر رحمت الله نبیل، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي سیمو د استازو د اعتراض په غبرگون کې وویل: «موږ د کورنیو چارو او د دفاع د وزارت سره په شدت کار کوو چې ډیر ژر په درو څلورو ولایتونو کې پوځي عملیات وکړو.»

د ملي امنیت رئیس زیاته کړه چې پاکستاني طالبان د لوگر، میدان وردک او کابل په یو شمیر لیرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. هغه وویل چې د میدان وردک د لارې په اوږدو کې د ناامنۍ دلیل د همدغو طالبانو شتون دئ.

تیر کال د بامیان ولایت امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو. په هماغه وخت کې ځایي مقاماتو د مواصلاتي لارو د نا امنه کیدو په اړه خبرداری ورکړی وو.

حسین سیرت/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش