1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان لومړۍ ټیسټ لوبه

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ د هند د ملي لوبډلې پر وړاندې د کریکټ لومړنۍ ټیسټ لوبه کوي. دې کار ۱۷ کاله وخت ونیو چې افغانستان دغه ډول خپله لومړنۍ لوبه وکړي.

https://p.dw.com/p/2zMTD
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

افغانستان په ۲۰۰۱م کال کې د کریکټ د نړیوالې شورا یوازې افیلیټ غړی شو چې طالبانو هغه مهال دغه لوبه د یوازیني سپورت په توګه تائیدوله.

د افغانستان د کریکټ لوبډلې لوبغاړي لکه کپتان اصغر ستانکزی، آلر راونډر محمد نبي، ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد او تیز توپ اچونکی شاپور ځدراڼ چې په پاکستان کې یې د مهاجرت پر مهال دغه لوبه کوله اوس د لومړي ځل له پاره د پنځه ورځنۍ لوبې له پاره تیاری نیسي.

یوه لوبډله یوازې هغه وخت کولای شي ټیسټ لوبه وکړه چې د کریکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) له لوري دغه دریځ ورکړل شوی وي. افغانستان په نړۍ کې دولسم دغسې هیواد دی چې د ټیسټ لوبې دریځ څو میاشتې تر مخه ورکړل شو.

اسوشتید پرس خبري آژانس د کپتان اصغر ستانکزي له قوله لیکلي دي: «دا زموږ له پاره ستره شیبه ده چې خپل د ټیسټ لوبو سفر پیلوو. د هند پر وړاندې د خپلې لومړۍ ټیسټ لوبې ترسره کول زموږ له پاره ستر ویاړ دی». هغه هیله څرګنده کړې چې لوبغاړي به ښه لوبه وکړي.

د ستانکزي په خبره د ټیسټ لوبو د درجه بندۍ په نوملړ کې د یوې ښې لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره کول یو ویاړ دی او هڅه به وکړي چې د هر ډول فرصت په ترڅ کې ښه لوبه وکړي او لوبغاړي هم په انفرادي او هم په ټولیزه توګه د یوه ټیم په شکل خپل مهارتونه وښيي.

په تیرو کلونو کې د افغانستان لوبډلې شهرت موندلی. د لندن په لارډز لوبغالې کې یې د ام سي سي ایلیون، پر وړاندې لوبه وکړه، له ویسټ انډیز سره یې د پنځوس اوریزو لوبو سیرز مساوي کړ او په زمبابوي کې یې د نړیوال جام له پاره د غوراوي سیالیو اتلولي هم وګټله. همداشان ورځ تر بلې ځینې افغان لوبغاړي د شهرت خاوندان کیږي.

د هغوی په ډله کې لېګ سپن توپ اچونکی ۱۹ کلن راشد خان دی، چې د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په ډله کې غوره لوبغاړی دی. پر دې سربیره بل ځوان لوبغاړی مجیب ځدراڼ، دی چې د نړیوالو پام یې ځان ته رااړولی دی. د دغو دواړو سربیره د افغانستان په لوبډله کې نور سپن یا ورو توپ اچونکي هم شته.

دا د افغانستان له پاره تاریخي شیبه ګڼل کیږي، چې د لومړۍ څل له پاره خپله ټیسټ لوبه تر سره کوي. دغه تاریخي لوبه د جون له ۱۴ څخه د هند په بنګلور کې پیلیږي.