1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان شمال ختيځ زلزلې ولړزاوه

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۵, شنبه

د افغانستان په شمال ختيځ کي دغي زلزلې کورونه ولړزول خو د ځاني تاوان په هکله يې راپورونه نه دي ورکول سوي. د افغانستان په ګاونډي هيوادونو کي هم دغه زلزله محسوسه سوې ده.(آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1HTtX
انځور: Reuters/Parwiz

دغه يوه درنه زلزله وه چي د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه يې د افغانستان شمال ختيځ ولړزاوه. د زلزلې له پاره د امريکا ځانګړي ادارې USGS ويلي چي دغه زلزله چي په پاکستان او تاجکستان کي هم محسوسه سوې، شدت يې ۶،۲ درجې ؤ. د دغې زلزلې له کبله د ځاني تاوان په هکله معلومات لا نه دي ورکول سوي.

د جمعې په ماخستن ناوخته دغې زلزلې له کبله د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ښار پېښور کي لږ تر لږه ۳۰ انسانان ژوبل سوي دي. دغه زلزله دومره شديده وه چي د افغانستان، پاکستان او هند په پلازمېنو کي يې په يو وخت محسوسېدلای سوای.

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د پاکستان په پلازمينه کي هم د دغې زلزلې له کبله ودانۍ ولړزېدې. د يو روغتون د وياند په وينا د پېښور ښار څخه ۳۰ زخميان روغتونونو ته وروړل سوي دي. د انټرنټي شبکې ټويټر له لاري د هند د ډلي اوسېدونکو هم پيغامونه لېږلي چي په دغه ښار کي هم زلزله محسوسه سوې.

د اکتوبر په مياشته کي په افغانستان او پاکستان کي د ۷،۵ درجې شدت لرونکي زلزلې تقريبا ۴۰۰ انسانان وژلي ول. په دغه زلزله کي تر ۱۸۰۰۰ څخه زياتي ودانۍ نړېدلي وې.

د هندوکش غرونه پر هندۍ او اروپايي آسيايي براعظمي سطحو پراته دي او له همدې کبله زيات وختونه زلزلې رامنځ ته کيږي. د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په مياشته کي ۷،۶ درجې زلزلې په پاکستاني کشمير کي ۷۵۰۰۰ انسانان وژلي ول. په دغه زلزله کي تقريبا ۳،۵ مليونه انسانان بې کوره سوي ول.