1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان راتلونکی پارلماني ټاکني د هيلو او ګواښونو په منځ کی

۱۳۸۹ تیر ۱۹, شنبه

د ياغيانو د تهديدونو سره سره د هرات د ديني علماو د شورا غړي، فاروق حسيني، د طالبانو په شمول په ټولو غږوکړ چي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي ګډون وکړي او د خپلو آزادو راييو سره دي د خپلي خوښي استازي وټاکي

https://p.dw.com/p/OFtl
په افغانستان کي د ولسي او مشرانو جرګو د استازو د ټاکلو لپاره انتخاباتي مبارزي لا مخکي پيل شوي دي
په افغانستان کي د ولسي او مشرانو جرګو د استازو د ټاکلو لپاره انتخاباتي مبارزي لا مخکي پيل شوي ديانځور: AP

د ټاکنوله لاري دخپل مشر، يا استازي ټاکل د مسلمانانوپه منځ کي يومنل شوي حقيت دي اوبايد د ولسي جرګي ټاکنوکي افغانان دا حق ولري چي د حپل خوښي استازي وټاکي. .دا خبري په هرات کي د مدني ټولنو يوه فعال مشهور ديني عالم غلام فاروق حسيني د آلمان غږ راډويو ته وکړه.

د وږي د مياشتي په پاي کي افغانستان د دوهم ځل لپاره خپل پارلمان ټاکي. په 2001 کال کي د طالبانو د واکمني له پاي ته رسيدو را په دي خوا د لومړي ځل لپاره په 2004 کال د افغانستان ولسي او مشرانو جرګو ته استازي وټاکل شول.

د مدني ټولني فعالين او د يني علما هڅه کوي چي خلک تشويق کړي چي په پالرماني ټاکنو کي ګډون وکړي او د چا له ګواښ څخه ون ويريږي.

.غلام فاروق حسيني وويل چي هيڅوک نه يواځي په دي لارکي يي د خنډونواچولو اجازه نلري، بلکي د مسلمانانو مکلفيت دي چه د بري لپاره يي هڅه وکړي.

دغه ديني عالم په طالبانو غږ وکړ چي چي د سوليز افغانستان په جوړولو کي دوي خپله ديني وجيبه پر ځاي کړي.

حسيني وويل: « له طالب ورونوڅخه هيله ده چه د ولسي جرګي ټاکنوپه لارکي نه يواځي داچه خنډونه وانه چوي بلکي خپل استازي ته په رايه ور کړي سره د دغي پروسي د بري لپاره کاروکړي داځکه د سياست په ډګر کي اوس سيمه ايزه سيالي رواني دي اوکه خداي مکړه زمونږ په غفلت کي ناوړه او د پرديولاس پوڅي ولسي جرګي ته لارومومي تلافي کول به يي بيا دافغانستان تاريخ کي زمونږلپاره مشکله وي»

دهرات دغه ديني عالم په داسي مهال د ټاکنوپه ملاتړغږ پورته کړ چه په دي وروستيوکي د ملي امنيت د يوه مامورپه ويناچه دويچه ويله راډيوته يي په شخصي ډول د ټاکنود تياريو معلومات ورکول ګلران ،کشک کهنه،رباط سنګي ګذره اوځيني نورولسواليوکي سيمه ايزه طالبانو خلکوته ټاکنوکي د نه ګډون تهديدونه کړي دي.

همدا راز تيره اوني يي هرات ښار کي څو بيلابيلي چاودني د يوشمير نوماندو ټاکنيزه مبارزي مرکزونومخ ته وشوي چه په ترڅ کي يي8 تنه ملکي ټپيان او يوه يي په روغتون کي له خپلو ټپونو څخه مړ شو.

د دغو ټاکنو امنيت ساتل د افغانستان او د نړيوالو ځواکونو لپاره يو بل ستره ننګونه ده.

د ولسي جرګي د ټاکنوپه وړاندي د ورته تهديدونوپه اړوند دهرات امنيه چارو قوماندان جنرال محمد سالم احساس وويل: « دښمن لاس تر زني ندي ناست مګرحکومت لازم پلانونه لاس لاندي نيولي هيڅ ډول ستونزه به رامنځته نشي. هغه وويل :«مونږپه ټول هرات کي 460 ټاکنيزه مرکزونوته ځايونه تثبيت کړي ملي اوردو،امنيت ملي اوايساف ځواکونوسره موګډ امنتي پلان ترتيب کړي.»

هغه وويل چي د ټاکنو د پيل څخه مخکي او په هغه ورځ پوليس امنيتي خدمات تر سره کوي . تر څو خلک په پوره ډاډ سره خپلي رايي ورکړي.

په هرات کي د ټاکنوخپلواک کميسيون مشرهم خبري رسنيوسره په خبروکي وويل د طالبانوحضور دلته دوره هم نده پياوړي نه دي چه ټاکنوباندي دي ناوړه اغيزه وکړي،

ديادولو وړ ده چه دا مهال هرات کي 153تنه د26ميرمنوپه شمول ولسي جرګي ټاکنوته سيالي سره کوي. د ولايت مرکز اوبيلا بيلو ولسواليوکي ټاکنيزه مبارزي مر کزونه پر انستي دي .

يو شمير نوماندانو د آلمان غږ راډيو سره په خپلو مرکو شکايت وکړ چي له ښار څخه بهر د انتخاباتي مبارزي امينتي بندوبست کمزوري دي او نوماندان نه شي کولاي چي په اساني سره خلکو سره تماسونه ونيسي.

شريف شرفيار

کتونکي: عبدالباري حکيم