1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د پوځ جوړول ډير زياتو پيسوته اړتيا لري

۱۳۸۹ بهمن ۲۹, جمعه

د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس د سنا کميتي ته وويل: «مونږ بايد له ځانه پوښتنه وکړو چي تر کومي اندازي کولاي شو چي د افغانستان د ملي پوځ لګښت په ځان ومنو. مونږ تر نا محدود وخت پوری دا کار کولای نه شو»

https://p.dw.com/p/R2DR
د متحده ایالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس
د متحده ایالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتسانځور: AP

د متحده ايالاتو حکومت اوس نه پوهيږي چي تر کومي اندازي او تر څه وخته د افغانستان ملي پوځ به تمويل کړي. دا خبره د هغه هيواد دفاع وزير، رابرت ګيست د پنجشنبه په ورځ د سنا د کمیتی ته هغه وخت وکړه چي د 2012 کال په دفاعي بودجي باندي هغي کميتي ته معلومات ورکول.

د ولسمشر بارک اوباما اداره غواړي له يوی خوا په نوي مالي کال کي چي د روان کال په اوکتوبر پيل کيږي، د خپل هيواد کورني مالي ستونزو ته له ړومبيتونو ورکولو سره په دفاعي بودجه کموالي رامنح ته کړي او له بلي خوا غواړي چی د افغانستان د جګړي د ګتولو او د امريکايي عسکرو د ايستلو لپاره افغان ملي امنیتی ځواکونه په خپلو پښو ودروي.

ګيتس د سنا کميتي ته په نوي بودجه کي د افغانستان د امنيتی ځواکونو د روزني د 12.8 مليارد ډالرو په پام کي نيول شوو لګښت ته په اشاري سره وويل: « مونږ نه شو کولاي چي تر نا محدود وخت پوري دي کار ته دوام ورکړو.»

ګيتس پوځي لګښت ته ګوته ونيوله او زياته کړه: دا موضوع په جدي توګه تر بحث لاندي ده. سړي بايد دا پوښتنه له ځان څخه وکړي چي يو پوځ بايد څومره ستر وي او تر کوم حد او حدودو کولاي شو چي هغه مونږ تمويل کړو.»

ګيتس يادونه وکړه چي دي پوښتني ته يو ځواب ښايي دا وي چي يو ځلي د افغانستان د امنيتی ځواکونو شمير تر 305 زرو پوري ورسول شي، خوبيا دي د امنیتی وضعيت د ښه کيدو سره ورو ورو په دغه شمير کي کموالي رامنح ته کړاي شي.

د متحده ايالاتو لوي درستيز، مايک مولن وويل چي لومړني پلان دا دي چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو شمير د 325 تر 378 زرو پوري وي.

مولن چي له ګيتس څخه يي يو ورځ مخکي د سنا کمیتی ته معلومات ورکول وويل چي د تيرو کلونو په نسبت ښايي په افغانستان کي په زور زياتي کي زياتوالې راشي . په عين وخت کي هغه وايي کمزورۍ حکومتداري او بيارغونۍ، پوځي لاسته راوړنې تهديدوي

مايک مولن د امريکا متحد ايالاتو د وسله وال پوځونو د استازو يوي کميټي ته د وينا کولو پرمهال وويل: « مونږ تمه لرو چي په 2011 کال کي به زور زياتې د تير کال په پرتله زيات وي.»

دا په داسي حال کي ده چي ټاکل شوي ده چي د امريکا متحده ايالات د روان کال د جولاي په مياشت کي له افغانستان څخه د خپلو پوځونو په کمولو پيل وکړی. سربيره پر دي د امريکا د متحده ايالاتو چارواکو ويلي دي چي له افغانستان څخه د دوي د پوځونو وتل د افغانستان د شرايطو پوري اړه لري.

مايک مولن زياته کړه: « جګړه به سخت، او په زيات احتمال سره د سختو پايلو درلودونکي وي، خو دا ضروري ده چي هغه فشارونه چي مو پر پاڅون کونکو راوستي دي هغه ته دوام ورکړو او حتي نور يي هم زيات کړو.»

د 2001 کال راهيسي د طالبانو پر خلاف جګړه کي 2300 تنه نهرنې ځواکونه په افغانستان کي وژل شوي دي. يواځي 500 تنه امريکايي سرتيرې تيرکال په افغانستان کي وژل شوي دي.

د امريکا متحده ايالات اوس په دي کوښښ کي دي چي تر 2014 کاله پوري خپل سرتيرې له افغانستان څخه وباسي او امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپاري. او په دي ډول پخپل پوځي لږښت کي کموالۍ راولې.

مولن په استماعيه غونډي کي وويل: « په ملکي برخه کي تيرکال زمونږ د زيات شمير د شتون سره سره بيا هم د بيا رغونۍ او د محلې حکومت داري په برخه کي زمونږ پرمختګ د نظامي برخي د پرمختګ سره برابر يا موازي نه دي.»

په همدي وخت کي د امريکا متحده ايالاتو په کانګرس کي جمهوري غوښتونکي په دي ټينګار کوي چي افغانستان ته دي د نومړي هيواد په ملکي مرستو کي کموالۍ راوستل شي. هغه مرستي چي تر اوسه يي افغانستان سره کړي دي 56 ميليارده ډالرو ته رسيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر