1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د پوليسو د چلند ارزونه

۱۳۸۹ بهمن ۱۵, جمعه

د ملګرو ملتونو د «قانون د حاکمیت د ادارې» له لوري تر سره سوي يوه ارزونه ښیې چې ډیری افغانان د پولیسو له چلند څخه راضي ندي. خو د کورنیو چارو وزارت دا خبره ورسره نه منی.دغه څيړنه د افغانستان په 34 ولایتونو کی تر سره سوي ده

https://p.dw.com/p/Qy8q
د افغانستان د پولیسو د فراغت د بری لیکونو د ورکړی یوه صحنه
د افغانستان د پولیسو د فراغت د بری لیکونو د ورکړی یوه صحنهانځور: DW

د ملګرو ملتونو د قانون د واکمنۍ څخه د ملاتړ اداره وايي چی د دوي تحقیقاتو موندلي چی شپیته سلنه خلک د افغان ملي پولیسو په لیکو کی د فساد له شتون څخه خبر ورکوي.

د دغو څیړنو له مخي د افغان ملي پولیسو په لیکو کی اداري فساد له لسو افغانیو څخه تر یو ملیونو افغانیو پوري رسیږي.

نوموړی اداره وايي چی دغه سروی د 34 ولایتونو له 5052 کسانو څخه سوي چی ډیری افغانان د فساد د شتون تر څنګ د پولیسو درناوی هم کوي.

په دغه ارزونه کی راغلي چی 70 سلنه خلک له ماښام څخه وروسته په کورنو کی ځانونه خوندي بولي او بهر ته له وتو ډډه کوي.

د هغه مهال ویش له مخي چی افغان او نړیوالي ټولني د لیزبن په کنفرانس کې پري هوکړه کړي افغان ځواکونه به د روان کال له نیمايي وروسته په تدریجي توګه له بهرنیو ځواکونو مسولیتونه په خپله غاړه اخلي. د امنیت د لیږد د دغي پروسی وروستی نیټه 2014 کال ښودل سوی.

د ملګرو ملتونو د قانون د واکمنۍ څخه د ملاتړ اداره دا هم وايي چی د عادي پولیسو په لیکو کی 60 سلنه او د مربیانو په مینځ کی یی 40 سلنه اداري فساد شتون لري. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغی ارزوني په یو شمیر برخو نیوکي کوي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمن رحمن وايي دی ډاډه ندی چی د ملګروملتونو د قانون د حاکمیت اداري د افغانستان په 34 ولایتونو کی دغه سروي تر سره کړي وي.

جنرال رحمن وايي د دغی ارزوني له هغو برخو سره موافق دی په کومو کی چی د پولیسو مثبت ټکي را بر سیره سوي دي.په ورته وخت کی نوموړی د افغان پولیسی ځواک د معیاري کیدو لپاره له نړیوالي ټولني څخه د زیاتو امکاناتو غوښتنه کوي.

25 سلنه خلک پولیس په نشه یی توکو روږدي او 19 سلنه خلک پولیس د نشه یي توکو په قاچاق کی دخیل بولي. د ملګرو ملتونو په دغه ارزونه کی دا هم راغلي چی 23 سلنه خلک پولیس په نا مناسب څیړنو، بي ځایه پلټنو او فزیکي ځورونو تورنوي.

دا په داسي حال کی ده چی ناقانونه څيړني او فزیکي کړوني هغه مسلي دي چې په افغانستان کی د میشتو بهرنیو ځواکونو په لیکو کی هم لیدل کیږي. دغي موضوع څو څو ځله د ولسمشر کرزي او نړیوالو متحدینو تر منځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

خو اوس ویل کیږي چی افغان پولیس هم په ورته ځورونو کی لاس لري. په سروي کی دا هم راغلي چی تقریبا نیمایي افغانان خپل قضایي دوسیې پولیسو ته نه بلکی د قومونو مخورو او سپينږیرو ته د هوارولو لپآره ور وړي. دا ځکه چی پولیس د حقوقي او جزایي دوسیو د هوارولو لپاره له خلکو پیسي اخلي او یا هم هغه د زور واکو او ټوپک سالارو په ګټه فیصله کوي.

کابل/ ميرويس جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم