1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لويديځو ولايتونو کې انتخاباتو ته چمتووالی

۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبه

چارواکي د افغانستان په لويديځو ولايتونو هرات، غور او نيمروز کې د پارلماني ټاکنو ترسره کولو له پاره د چمتوالي خبر ورکوي. خو د دغو ولايتونو خلک بيا د امنيتي ګواښونه او په ټاکنو کې د احتمالي درغليو څخه انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/367mf
Afghanistan Stichwahl für das Präsidentenamt 14.6.2014
انځور: DW/H. Hashimi

په هرات ولايت کې ۱۶۱ تنو د پارلماني انتخاباتو له پاره ځانونه نوماند کړي دي چې ۲۸ يې ښځې دي. په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر احمدشاه قانوني وايي چې د ټاکنو د ترسره کولو له پاره بشپړ چمتوالی نيول شوی او خلک کولای شي په ډاډه زړه په دغه ملي بهير کې  ګډون وکړي.

قانوني وايي: «د هرات ولايت د ټولو شريفو اوسيدونکو څخه غوښتنه کوو چې د ولسي جرګې په راروانو ټاکنو کې چې د تلې په ۲۸مه ترسره کيږي ګډون وکړي. انتخابات به په هر حالت کې ترسره کيږي او د کانديدانو له منځه به د دغه ولايت سهميه رامخ ته کيږي.»

قانوني زياته کړه چې په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي په موخه يو لړ خاص تدابير تر لاس لاندې نيول شوي، چې د تطبيق په حال کې دي: «اصلي خبره دا ده که د هغو کسانو چې نومونه يې ثبت کړي اکثريت يې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماندانو ته يې رايې ورکړي، په پايله کې به يې صادق او پاک خلک چې هيواد او خلکو ته ژمن وي پارلمان ته لاره پيدا کړي.»

قانوني وايي چې د ښار او ولسواليو په کچه په مجموعي توګه ۴۶۰ انتخاباتي مرکزونه موجود دي، خو د امنيتي ستونزو له امله به يوازې ۳۰۰ يې د رای ورکونکو پر مخ خلاص وي.

ها خوا د غور ولايت چارواکي هم د انتخاباتو د ترسره کولو له پاره د چمتوالي خبره کوي.

Afghanistan Sicherheitslage Polizei in Herat
چارواکي ډاډ ورکوي چې خلک وشي کړای د امن په فضا کې په انتخاباتو کې ګډون وکړي - آرشيفانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي: « په غور ولايت کې ۳۰ تنو پارلماني ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي چې ۵ يې ښځې دي. اوس انتخاباتي کمپاينونه په شدت سره ادامه لري او موږ هيله مند يو چې د غور ولایت اوسیدونکي د امن په فضا کې په ټاکنو کې ګډون وکړي.»

د خطيبي په وينا، غور ۲۸۴ ټاکنيز مرکزونه لري چې ۱۱۰ يې بند او پاتې نور به يې د رای ورکونکو پر مخ خلاص وي.

هغه وويل چې تيره مياشت د غور په ناامنو سيمو کې څو پوځي عمليات هم ترسره شول چې دا به وشي کړای په ټاکنو کې د خلکو ګډون ته شرايط برابر کړي. 

بلې خوا ته د نيمروز د والي وياند علي مهاجر وايي چې په دغه ولايت کې ټول ټال ۱۵ تنو خپل ځانونه د افغانستان پارلماني ټاکنو ته نوماند کړي چې په دغې ډله کې ۳ تنه يې ښځي دي.

مهاجر هم د امنيتي ستونزو يادونه کوي: « په نيمروز ولایت کې ۶۸ ټاکنيز مرکزونه دي چې د ۱۸ مرکزونو امنيتي وضعيت ښه نه دی.» خو مهاجر له دې سره سره وايي چې د نيمروز خلک په انتخاباتو کې ګډون ته ډير علاقمند شوي دي. «له نوو نوماندانانو سره ډيری خلک علاقمند شوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، دوی کارتونه اخيستي او ستيکرونه يې هم لګولي او رای ورکولو ته آماده دي.»  

Afghanistan Stichwahl für das Präsidentenamt 14.6.2014
د هرات، غور او نيمروز ولايتونو اوسيدونکي وايي ستونزو سره سره به په ټاکنو کې ګډون کوي - آرشيفانځور: DW/H. Hashimi

د افغانستان د لويديځو ولايتونو يو شمير اوسيدونکي د انتخاباتو په بهير کې له ناامنيو، په ټاکنو کې د احتمالي درغليو او په دغې پروسه کې د زورواکانو له دخالت څخه انديښنې لري، خو په عين وخت کې په انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون ټينګار کوي، د هرات ولايت يو اوسيدونکی داسې وايي:

 «که ګډون ونه کړي، نو دا کار د افغانستان د دښمنانو په ګټه دی، بايد ګډون وکړي. دا د دوی ايماني او وجداني دنده ده.»

نوماندان هم تر ټولو ډیر امنيتي وضعيت څخه شکايت کوي. په غور ولايت کې يوه نومانده وايي: «موږ د امنيتي ستونزو له وجې ځينو لرو پرتو سيمو ته په خپله نه ځو بلکه نور کسان استوو، حتی په ښاري سيمو کې هم ناامنې سيمې شته چې موږ هلته نه شو تلای.»

د نيمروز ولايت يو اوسيدونکی بيا پر دې ټينګار کوي چې انتخابات بايد شفاف او عادلانه ترسره شي.«زما پيغام ټولو مشرانو او کشرانو ته دا دی چې شفاف انتخابات ترسره کړي. انتخابات دې د ورورولۍ او برابرۍ په فضا کې وشي.»

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات به تر درو کلونو ځنډ وروسته، د روان کال (۱۳۹۷) د تلې مياشتې په ۲۸ مه ترسره شي.

له آرشيف څخه انځوريز البوم: