1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نوي لوبغاړي لټوي

۱۳۹۴ تیر ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د آلمان په فرانکفورت کې یو پروگرام پر لاره اچولی ترڅو په ترڅ کې به یې په اروپا، استرالیا، کانادا او امریکا کې میشت هغه افغان لوبغاړي په ګوته شي چې په ملي لوبډله کې د لوبیدو وړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1G05l
انځور: B. Mehri/AFP/Getty Images

پلان شوی پروگرام د جولای میاشتې پر ۱۹ نیټه پیلیږي او د همدې میاشتې پر ۲۲ نیټه له یوې آلماني لوبډلې سره تر سیالي وروسته پای ته رسیږي. د دغې برنامي په ترڅ کې به تر ارزونو ورسته یو شمیر لوبغاړي د افغانستان په ملي لوبډله کې د لوبیدو په موخه وټاکل شي.

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډلې مرستیال روزونکي علي عسکر لعلي، په دې اړه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «موږ نه شو کولای په دقیقه توګه ووایو چې د دې بهیر په ترڅ کې به څو تنه د ملي لوبډلې له پاره وټاکل شي ځکه موږ یوه ورته برنامه په افغانستان کې هم لرو. پر دې سربیره موږ اوس ملي لوبډله هم لرو. زموږ هدف له دې برنامې څخه د ملي لوبډلې د خلاو ډکول دي.»

د افغانستان په ملي لوبډله کې له ۲۰۰۴ کال وروسته په بهر کې میشت افغان لوبغاړي شامل کړی شوي دي. چارواکي وايي چې افغان لوبډلې په بهر کې د میشتو لوبغاړو په مټ وشو کولای چې د سویلي اسیا په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړي. د کرکیټ تر څنګ په افغانستان کې فوټبال هم په وروستیو کلونو کې ډیره وده کړې ده. اوس په دې هیواد کې یو غوره لیګ هم ترسره کیږي چې ډیر مینه وال او د تلویزیون له لارې لیدونکي لري.

تر دې مخکې د ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړو نیوکه کړې وه چې له بهر څخه راغلي د فوټبال لوبغاړي د افغان لوبډلې ډیرې چارې په لاس کې لري او له همدې کبله وخت ناوخت د ستونزو رامنځ ته کیدو لامل کیږي. خو ښاغلي عسکر لعلي دغه موضوع ردوي او وایي: «د افغانستان په ملي لوبډله کې تل په بهر کې میشت لوبغاړي شامل وو او پیاوړی نقش یې لاره. اوس موږ نه شو کولی چې پرته له دغو لوبغاړو چې ښه روزل شوي، په اسیا کې یوه ښه لوبډله ولرو.»

د فوټبال دغه روزونکی وایي چې اوس هم په افغانستان کې لا ډیر وخت ته اړتیا شته چې لوبغاړی معیاري زده کړې ترلاسه کړي ترڅو ډیر شمیر لوبغاړي له افغانستان څخه په ملي لوبډله کې شامل شي.

افغانستان اوس د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام مقدماتي لوبو ته چمتووالي نیسي. تر دې مخکې چارواکو ویلي وو چې غواړي دغه جام ته لار وموندي. لعلي روښانوي چې په فرانکفورت کې د غوراوي برنامي په ترڅ کې به له ټاکل شویو لوبغاړو څخه د نړیوال جام په مقدماتي لوبو کې هم کار واخیستل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب