1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي په بهير کي د پاکستانيانو اوږده لوبه

۱۳۸۹ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستاني کارپوه ، سمبال خان په عقيده په افغانستان کي به تر هغه وخته د سولي د مشورتي جرګي څخه کومه نتيجه تر لاسه نسي تر څو په هغې کي د حقاني ډله، چي پاکستان يي غواړي، ونډه ونه لري...

https://p.dw.com/p/NeR6
د افغانستان او پاکستان نقشه
د افغانستان او پاکستان نقشهانځور: DW

که څه هم داسي ويل کيږي چي دسولي په پلان سوې ملي مشورتي جرګه کي،چي ټاکل سوې ده سبا د جون دمياشتي پر 2 نېټه په کابل کي پيل سي، په هغه کي د حقاني د ډلي پلويان سته.

خو پخپله دحقاني ډله، چي د پاکستانيانو له نظره د افغانستان په جګړو کي په يو کليدي نقش لوبوي،په دغه مشورتي جرګه کي ونډه نه لري.

ولي پاکستانيان غواړي چيدسولي په دغه مشورتي جرګه کي حقاني ونده ولر ي؟

د پاکستانيانو له نظره، د حقاني ډله، چي د امر يکايانو پر ضد په افغانستان کي جنګيږي، هغه ډله ده، چي کولای سي په افغانستان کي د پاکستانيانو د ستر سيمه ايز سيال، هند د برلاسي مخ ونيسي.

نوکه چيري د سولي په مشورتي جرګه کي د حقاني ډله نه وي، پاکستان به د سولي ددغه پروسې په لاره کي خنډونه واچوي.

پاکستانی کار پوه خان ، په دې عقيده دی، چي پاکستان په افغانستان کي د سولي په لوبه کي يو اوږد مهاله پلان لري او هيله کوي،چي دوخت په تيريدوسره به وکړای سي، چي ولسمشر حامد کرزی او دسپيني ماڼۍ واکداران په دې قانع کړي، چي د افغانستان دسولي په بهيرکي دحقاني د ډلي ونډه چي د القاعدې د شبکي ملاتړ هم ورسره دی، ضروري ده. که دغه ډله دسولي په خبرو کي ونډه ونه لري، نو سوله به په افغانستان کي ټينگه نه سي.

سمبال خان چي د « ايرو آزين » په نامه د پاکستان د يوې ستراتيژي څېړونکي موسسې مشر دی وايي چي، پاکستان وخت ته ګوري او غواړي په يوه مناسب وخت کي داخبره منځ ته واچوي چي بايد د حقاني ډلي ته د سولي په پروسه کي ونډه ورکړه سي.

خو په روان وخت کي به سپينه ماڼۍ د پاکستانيانو دغه نظر ونه مني ځکه امريکايان غواړي، چي اسلام آباد د شمالي وزيرستان پر لور د پوځي عملياتو لمن وغځوي او د حقاني ډله شنډه کړي او پخپله حقاني ووژني.

اسلام آباد د امريکايانو ددې غوښتني په وړاندي مقاومت ښه يي، ځکه چي د پاکستان استخباراتي څانګه ،ISI دا کار نه غواړي او وايي چي که چيري پاکستان دا کار وکړي ، نو په قبايلي سيمو کي به د پاکستان پر ضد يوه لويه بلوا جوړه سي.

د پاکستان حکومت به ونسي کړای، چي د حقاني د ډلي جنګيالي له پښو وغورځوي. ځکه دوئ لا تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چي « د تحريک طالبان پاکستان » په نامه ډلي باندي بشپړه غلبه وکړي، نو څنګه به وسي کړای، چي په شمالي وزيرستان کي يوه بله جبهه پرانيزي.

د سمبال خان په عقيده،پاکستاني پوځ لږ تر لږه 15 يا 20 کاله په کار دي چي په شمالي وزيرستان کي بريا تر لاسه کړي او خپله واکمني وچلوي.

RTRE/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل