1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي په بهير کي القاعده ځای نه لري

۱۳۸۹ آذر ۵, جمعه

يوه پاکستاني سياستوال ويلي دی که د افغانستان دولت د طالبانو سره د سولي خبرو اترو ته کښيني او پايلي ته ورسيږي، القاعدي ته به په افغانستان او سيمي کي ځاي پاته نسي.

https://p.dw.com/p/QJYc
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د ايتلافي حکومت يو غړي، مولانا فضل الرحمن، چي د طالبانو يو متحد هم پاته سوی دی، رويترز خبري اژانس ته ويلي دي چي دي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اتر پلوي کوي.

د جماعت اسلامي د ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن، همدا راز زياته کړې ده چي القاعده د پاکستان او افغانستان تر منځ سيمي کي پرته ده او که افغان حکومت د طالبانو سره خبر اتري وکړي ا و کومي پايلي ته ورسيږي، نو پر دوي به دغه سيمه هم تنګه سي.

په همدي حال کي، څيړونکي وايي چي القاعده به هر ممکن کار وکړي ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سيمه کښي پاته سي، ځکه چي د دط سيمي د جغرافيايي وضِعيت او د القاعدي څخه د سيمه ايز ملاتړ له برکته، د پاکستان او افغانستان تر منځ سيمه په ورستيو څو کلونو کي د القاعدې لپاره تر ټولو امن او ارامه هډه بلل کيږي.

کارپوهان همداراز وايي، د دي لپاره چي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحد کي د هري ورځي په تيريدو سره شرايط د لا سختيدو په حال کي دي، د القاعده مشري ممکن خپله مشر تابه په يوي بلي سيمي لکه يمن ته انتقال کړي.

رويترز سره په مرکه کي، مولانا فضل الرحمن، وويل چي دي د طالبانو نماينده ندي، او په د ي نه پوهيږي چي افغان حکومت او نړيوالي تولني ته څه کول پکار دي تر څو طالبان د خبرواترو ډګر ته حاضر شي.

د بيلا بيلاو سرچينو په حواله، افغان حکومت او طالبان د جګړي د ختمولو په اړه خبري اتر کړي دي، خو دغه بهير ډير ابتدايي تعريف شوي دي.

فض الرحمن چي د پاکستان په پارلمان کي د کشمير لپاره د يو ځانګړي کميسيون مشري کوي، بريتانيا ته په سفر راغلي ترڅو د پاکستان او هندوستان تر منځ د کشمير په سر شخړي ته د حل لاره پيدا کړي.

دي وايي چي د کشمير مسأله بايد د ملګرو ملتونو د اساسات له مخي حل شي. دي زياتوي چي د کشمير خلک بايد د يوي ټول پوښتني په لور لاړ شي او فيصله وکړي چي کشمير د هندوستان سره يوځاي کيدل غواړي او که د پاکستان سره.

هندوستان د پاکستان سره په 2008 کال کي هغه مهال د سولي پيمان مات کړ چي په بمبي کي د يوي تروريستي حملي په پايلي کي، 166 کسان ووژل شوي. هندي چارواکي وايي دغه تروريستي حمله په پاکستان کي ميشت د لشکرطيبه ګروپ لخو طرح شوي وه.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: عبدالباري حکيم