1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د راتلونکي ستراتيژۍ په هکله د ناټو ددفاع د وزيرانو خبري

۱۳۸۸ بهمن ۱۴, چهارشنبه

د شمالي اطلس د دفاعي ټلوالې ناتو عمومي منشي اندرياس فوغ راسموسين وايي، 2010 ميلادي کال به يو پرېکړنده کال وي. يوه ننګونه يا چلنج او هم به ډيري ناوړه ورځي موجودي وي...

https://p.dw.com/p/LqG4
د ناټو عمومي منشي اندرياس فوغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرياس فوغ راسموسنانځور: AP

کرستوف هاسلباخ راليکي، د شمالي اطلس د دفاعي ټلوالې ناتو عمومي منشي اندرياس فوغ راسموسين غوښتل په خپله يو څه ناوخته شوې د نوي کال وينا کې خوشبيني څرگنده کړي او ويې ويل:

«2010 ميلادي کال به يو پرېکړند کال وي. په دې کال کې به يوه ننگونه يا چلنج او هم ډېرې ناوړه ورځې موجودې وي. خو زه يقين لرم، چې موږ به ستراتيژي، د يووالې وسيله ولرو، چې په دې کال کې به رښتينی پرمختگ کوو.»

له ننگونې يا چلنج څخه د نوموړي منظور هم هغه د افغانستان دنده وه. او هغه به په استانبول کې د پوځ د وزيرانو د کانفرانس اصلي موضوع هم وي. د افغانستان امنيت ژوبل او د ناتو په زيات شمېر غړو هېوادونو کې د افغانستان له دندې سره مخالفت موجود دئ. تېره اونۍ د افغانستان په هکله د لندن په نړيوال کانفرانس کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وسترويله په ډاگه سره، له نوموړي هېواد څخه د خپلو عسکرو د ايستلو له پلان څخه خبرې وکولې.

«وسترويله وايي: موږ نه غواړو د تل د پاره په افغانستان کې پاتې شو. موږ به په 2010 ميلادي کال کې د سيمه ايزو مسئوليتونو د ورسپارنې کار پيل کوو. په کال 2011 کې به د خپلو عسکرو په راايستلو شروع کوو، او موږ غواړو په 2014 ميلادي کال کې په دې وتوانيږو د افغانستان امنيتي چارې او مسئوليت په بشپړه توگه سره افغاني مشرتابه ته وروسپارو.»

د دې د پاره به آلمان لومړی خپل ځواکونه پياوړي کوي. نورهېوادونه هم په نظر کې لري اضافي سرتيري ورواستوي. خو په مجموع کې ناتو اوس نظر و پوځي عملياتو ته، ملکي بيارغونې او افغاني امنيتي ځواکونو روزنې ته زيات اهميت ورکوي. د افغانستان مشر حامد کرزي هم په لندن کې خپل دا هوډ په ډاگه کړ، چې غواړي هغه طالبان گډ کار ته وروبولي، کوم چې له زورزياتي څخه لاس اخيستنې ته چمتو وي. کرزي وويل:

«موږ ښايي خپلو ټولو هېوادوالو ته لاس وراوږد کړو، په تېره بيا له موږ څخه پردي شوو وروڼو ته، هغه چې له القاعدې او يا ورته ترهگري ډلو سره اړيکې نه لري، هغه چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړه ږدي.»

په سيمه کې د ناتو اکثر قوماندانان دې کار ته خوشبين نه دي. په افغانستان کې د ناتو عمومي قوماندان سټنلي مک کرستل څو ورځې وړاندې پلازمينه کابل کې د نظامي برياليتوب يو پلان په ډاگه کړ او څرگنده يې کړه:

«زه باور لرم، چې موږ بريالي کېدلی شو، پوره باور لرم، او موږ به دا کار کوو. تر راتلونکې دسمبر مياشتې پورې به موږ د رښتيني پرمختگ آدات او معلومات په وړاندې ږدو او وايو به: دلته، دا او دا او دا اوس زموږ په واک او اداره کې دي. او د ٢٠١١ ميلادي کال تر دوبي پورې به پوره پرمختگ شوی وي، پر کوم به چې افغانان هم باور راوړي، او په تېره بيا طالبان به پوه شي، چې لوبه نه شي گټلی.»

خو په پټه سره، د ناتو هر استازی په دې باندې باور نه لري، چې له طالبانو څخه به جگړه گټل کېدلی شي. په کوزاوو کې حالت بل ډول دئ. هلته د ناتو مشرتابه ته حالات دغومره د ډاډ وړ دي، چې غواړي خپل ځواکونه د 3000 تنو په کمولو سره 10000 تنو ته راټيټ کړي.

په استانبول کې به يوه بله موضوع له روسيې سره اړيکې وي. راسموسين له مخالفو نظرونو سره سره غواړي په قفقاز کې گډ کار وکوي، تر څو نړيوالې لانجې په شريکه سره تر قابو لاندې راوستل شي.

Hasselbach, Christoph/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل