1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ باندي په بريد کي لوړ پوړی افسر وژل سوی

۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبه

د هسپانيې د efe آژانس د طالبانو د وياند له قوله ليکي چي د افغانستان د دفاع وزارت په ودانۍ کي دننه د بريد هدف د فرانسې د دفاع وزير ژيغرا لونگوي و.

https://p.dw.com/p/RIZm
د ملي دفاع وزارت مخ ته غځېدلی واټ
د ملي دفاع وزارت مخ ته غځېدلی واټانځور: AP

د ملي دفاع وزارت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور سي په کابل کښٍي دویچې ویلې ته وویل چې په برید کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال معاون وژل سوی دی.

د ملي دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ یاور او د لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي سکرتر په دغه پیښه کې سخت ژوبل سوي دي.

د طالبانو وياند زياته کړې ده چي:« ددوی انډوالانو تلاښ در لودی چي د دفاع وزارت ته په ورننوتو سره د فرانسې د دفاع پر وزير او يو شمېر نورو ديپلوماټانو چي په دغه وخت کي هلته ول بريد ترسره کړي.»

خو د فرانسې رسنۍ بيا د هغه هيواد د حکومتي چارواکو له قوله ليکي چي، د هغه هيواد د دفاع وزير چي د جمعې په ورځ افغانستان ته تللی په دغه وخت کي د افغانستان د دفاع وزارت په ودانۍ کښي نه و.

دغه راز راپورونه وايي چي په خپله د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ هم ددې بريد هدف و.

د افغانستان د دفاع وزارت پر ودانۍ، نني بريد کښي درو تنو ځانمرگي بريدکونکو حمله کړې چي دوه يې ودانۍ ته د ورننوتو دمخه په ډزو وويشتل سول او يو تن يې چي د ملي اردو د يونفورم او کارت څخه په استفادې سره ودانۍ ته په ننوتلو بريالی سوی و.

انترفکس آژانس ليکي چي دغه ځانمرگی بريد کونکی چي ودانۍ ته په ننوتلو بريالی سوی و هلته يې پر ساتونکو او کارکونکو باندي په ډزو پيل کړی.

Afghanistan Anschlag April 2011
انځور: AP/dapd

په ودانۍ کښي دنن د بريد په ترځ کښي دوه تنه عسکر وژل سوی او ۷ تنه نور ټپيان سوي دي.

ويل کيږي چي په ټپيانو کښي د افغانستان د دفاع وزارت مرستيالان هم شامل دي. راپورونه وايي چي په وروستۍ لحظه کښي افغان امنيتي ځواکونو دريم ځانمرگی بريد کونکی هم مخکي تر هغه چي خپل ځان والوزوي په ډزو ووژی.

د يو بل خبر له مخه نن د دوشنبې په ورځ په غزني کي د سړک د غاړي د يو ماين په چاودنه کي ۶ افغان پوليس وژل سوي دي. ددې پيښي پړه هم طالبانو په غاړه اخيستې.

د ځايي پوليسو مشر دلاور زاهد فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي « پوليس د خوګياڼي ولسوالۍ څخه د غزني د مرکز پر طرف روان ول چي د سړک د غاړي د ماين ښکارسول.» هغه زياته کړه « چي موټر په مکمله توګه له منځه تللی، او په موټر کي د ناستو کسانو څخه هيڅوک ژوندي ندي پاته.

د طالبانو وياند فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي چي دا کار ددوی جنگياليو کړی. په غزني کي زياتره وخت د بهرنيو او افغان ځواکونو سره د طالبانو نښتي رامنځ ته سوي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: محمد قاسم نوري