1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د تګلاري په کله او باما د خپلو سترو سلا کارانو سره کتلي

۱۳۸۸ آذر ۳, سه‌شنبه

ښايي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ډسمبر د میاشتي په لو مړۍ نېټه په يوه راډیويي وینا کي د افغانستان په هکله، د امریکا د متحده ايالاتو د راتلونکي پوځي ستراتيژي تګ لاره اعلام کړي...

https://p.dw.com/p/KeEF
په افغانستان دامریکادمتحده ايالاتو او ناټو ځواکونو ستر قواماندان جنرال ميک کريسټل څه نا څه درې میاشتی دمخه داغو ښتنه کړې وه، چي افغانستان ته دی زیات عسکر واستول شی.
په افغانستان دامریکادمتحده ايالاتو او ناټو ځواکونو ستر قواماندان جنرال ميک کريسټل څه نا څه درې میاشتی دمخه داغو ښتنه کړې وه، چي افغانستان ته دی زیات عسکر واستول شی.انځور: AP

اوباماپه دې هکله په سپینه ماڼۍکي دنهم ځل لپاره خپل نژدې امنيتي سلاکارانو سره کتلي دي. هسي چي په خبري رسنیوکي ويل سوي دي، پهدغه کتنه کي دنورو کسانو تر څنګ د ولسمشر مرستيال جیو بايدن، ددفاع وزير رابرت ګېټس او ددغه هيواد لوی درستيز جنرال مايک مولن هم حاضر و.

په افغانستان کي د امريکاد متحده ايالاتو او ناټو ځواکونو ستر قوماندان جنرال ستنلي ميک کريسټل او په افغانستان کي دامریکا د متحده ايالاتو لوی سفير کارل آیکن بري د تیلفون له لاري ددغه مشورتي غونډي سره په تماس کي و.

هسي چي CNN د سپیني ماڼۍ د ویاند روبرت ګيبس په نقل قول سره وايي په کومومشورتي خبروکي، چي د تيري دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍکي شوي، بايدنه یواځي پر دې موضوع باندي خبري سوي وې، چي څنګه او څومره نور عسکر افغانستان ته واستول سي، بلکي ددوي د بيرته را ايستلو په ستراتيژۍ باندي هم سلامشورې سوي. په روان وخت کي په افغانستان کي68000 امریکايي عسکرځای پرځاي دي.

واشنګټن پوست ليکي، چي دميک کریسټل او آیکن بيري څخه بايد دا غوښتنه هم سوي وي، چي ښايی دوی په راتلونکې اونۍ کي واشنګتن ته را وبلل شي تر څو چي د بارک اوباما له خوا د افغانستان دنوي ستراتيژي د اعلامولو څخه وروسته دوی ددغه هیواد د کانګرس په وړاندي د افغانستان د روانو حالاتو په هکله دکانګرس د غړيو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

دا غوښتنه چي افغانستان ته دي لږ تر لږه40000 نور عسکر هم واستول سي اوکه نه په دغه هیواد کي به د طالبانو لاس بری نور هم پراختياپيدا کړي،جنرال ميک کر یسټل، چي په افغانستان کي د امریکايي او ناټوځواکونوسترقوماندان دی کړي ول. خو په کابل کي د امریکا د متحده ايالاتولوی سفير آیکن بيري، چي پخوادی هم په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو قوماندان و،افغانستان ته د زياتو عسکرو د ليږلو څخه ګواښ کوي او وايي مخکي له دې چي افغانستان ته زیات عسکر واستول سي،بايد د افغانستان ولسمشرحامدکرزی په دغه هيوادکي دبډي اخيستلو او اختلاس سره اغیزمنه مبارزه وکړي او په دغه هيواد کيي دسولي او ثبات لپاره نور ګامونه هم واخيستل سي.

په افغانستان دامریکادمتحده ايالاتو او ناټو ځواکونو ستر قواماندان جنرال ميک کريسټل څه نا څه درې میاشتی دمخه داغو ښتنه کړې وه، چي افغانستان ته دی زیات عسکر واستول شی خو داچی تر اوسه داموضوع ځنډیدلۍ علت يي دادي چی دامریکی دمتحده ایالتودملی امنیتی جرګه ګی دسلاکارنو په منځ کی دنظریو اختلاف و او اوس هم شته.

داوباما دامنیتی سلاکارانو په کتار کی ځینی ستر چارواکی لکه ددفاعی چارو وزير روبرت ګيتس او ددغه هیواد لوی درستيز مولن په دی عقيده دی چی بايد افغانستان ته لږ تر لږه له 30000 تر 40000 پوري نور عسکراو روزونکی واستول شی . په عمومی توګه په کانګرس کي جمهوريت غوښتو نکي افغانستان ته د زیاتو عسکرو او اکمالاتو د لیږلو څخه پلوي کوي خو دیموکراتان په دی عقیده دی ، چي له دغی جګړی څخه هر څومره زر چی کیداي شی امریکایان خپله پښه وباسي.

dpa / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل