1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په هکله په ازبکستان کې د لوړې کچې خبرې روانې دي

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

ازبکستان دا ځل د افغانستان په هکله د څو اړخیزه کتنو کوربه دی، څو د کابل او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي. نن د دې کنفرانس دوهمه او وروستی ورځ ده.

https://p.dw.com/p/2v2k1
Usbekistan Afghanistan-Konferenz in Taschkent
انځور: picture-alliance/AA/Uzbekistan Foreign Ministery/A. Ilyasov

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزایوف او د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو مسئولې فدریکا موګیرني ترمنځ د تړلو دروازو تر شا یو لړ کتنو وشوې. ټاکل شوې چې دوی د سه شنبې په ورځ د کنفرانس ګډونوالو ته ویناوې وکړي.

د سه شنبې په ورځ ولسمشر غني د کنفرانس ګډونوالو ته د افغانستان د سولې د بهیر او د سیمې د امنیت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه. د ارګ پر رسمي فیسبوک پاڼه د ولسمشر د وینا ځینې برخې راخیستل شوي دي. ویل شوي چې ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې موږ په افغانستان کې سولې ته د رسیدو له پاره له هر ممکنه فرصت او لارې څخه استفاده کوو. غني په داسې حال کې چې له ازبکستان څخه د دې کنفرانس د کوربه توب له امله یې مننه وکړه وویل: «زموږ ګډ هدف زموږ مشترک اقتصاد دی. موږ باید منسجم اقتصاد ولرو او نن دا فرصت لرو چې د اقتصاد په یوه براعظم بدل شو. »

ولسمشر غني په سیمه کې د ترهګرۍ روانې شبکې ته په اشاره سره وویل:« تروریستي شبکې پولې نه پیژني او تروریستي شبکې د ترور له لارې هر کال میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.»

ټاکل شوې چې د کنفرانس په پای کې به ګډونوال د افغانستان په هکله یو ګډ پریکړه لیک لاسلیک کړي.

په عین وخت کې په دې وروستیو کې د واشنګټن او د ناټو د سازمان استازو داسې اندیښنې څرګندې کړې دي چې ګواکې مسکو طالبانو ته مالي او ان د وسلو په برخه کې مرستې رسوي.

جمهوررئیس غني د افغانستان په اړه د تاشکند په بین المللي کنفرانس کې د شته تهدیدونو په هکله په خپله  وینا کې همدا راز وویل: «تهدیدونه زیات دي خو زموږ اراده قوي ده. موږ په یوه حساس وضعیت کې قرار لرو او په دې برخه کې سیمه ایزه او نړیواله اجماع ډیره ضروري ده او په اړه یې باید نړیوال ډیالوګ رامنځته شي.» غني زیاته کړه چې افغانانو د تروریزم پر ضد مبارزه کې عظیمه قربانۍ ورکړې او دا مبارزه په یو هېواد پورې نشي محدودېدلی.

په تاشکند کې جوړ شوی دغه کنفرانس په سیمه کې د ممکنه سیاسي لوبغاړي په توګه د دې هیواد نقش او ارزښت هم په ګوته کوي. ازبکستان د تیر ولسمشر اسلام کریموف د واک پرمهال تر ډیره په انزوا او آرامۍ کې وو. په منځنۍ آسیا کې د ستراتیژیک موقعیت لرونکي دغه هیواد چې ۳۲ میلیونه نفوس لري، د پخواني شوروي اتحاد د څلورو هیوادونو سره ګډه پوله لري او په جنوب کې بیا له افغانستان سره ګاونډي دی.

Karte Zentralasien ENG

د اسلام کریموف تر مړینې وروسته، په ۲۰۱۶م کال کې ټاکل شوی د ازبکستان ولسمشر میرزایوف هڅه کوي چې له سیمه ایزو ګاونډیو سره خپلې اړیکې لا پیاوړي کړي. د افغانستان د سولې په هکله تر دې کنفرانس مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو لومړي مرستیال ولادمیر نوروف له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکړ وو چې له دې کنفرانس څخه د معجزو انتظار نه کیږي. د هغه په وینا د دغه کنفرانس ډیر تمرکز په سیمه کې د لا ډیر اعتماد رامنځ ته کول دي.

نوروف د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د پام وړ تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې طالبان د دې کنفرانس د پایلو په هکله علاقمند دي او په دې توګه دوی به وویني چې د سولې په هکله د ټولو اړخو له خوا د جدي خبرو او بحث له پاره چمتوالی موجود دی.»