1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان خاورې څخه په پاکستان باندې د پنتاگون د مځکې لومړني عمليات

۱۳۸۷ شهریور ۱۴, پنجشنبه

واشنگتن-اسلام آباد: د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت يعنی پنتاگون يو لوړپورکارکونکي په پاکستان کې د ناتو د مځکې قواوو عمليات تصديق کړی دی. دغه خبره نن د سی ان ان په يوه راپوتاژ کې راغلی ده.

https://p.dw.com/p/FBHd
د افغاسنتان او پاکستان سرحد
د افغاسنتان او پاکستان سرحدانځور: AP

دغه کارکوونکی نه غوښتل، چې خپل نوم وښيی، ځکه چې پنتاگون تر اوسه پورې د دغو عملياتو په اړوند کومه رسمي اعلاميه نه ده خپره کړی.
د پاکستان پارلمان دغه عمل غندلی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشی ويلی دی، چې: « نه موږ او نه هم نړيوالی ټولنې ته دا ښکاره شوه، چې په دغه نظامي عملياتو کې کوم مهم ترورستان له منځه ولاړل او يا هم کوم بل مهم هدف».
داسی يو عمل برعکس نتيجه ورکوی او د ترهگری پر ضد مبارزې ته به ضرر ورسوی.

په پاکستان کې د افغاسنتان سرحد ته نږدی يو کلی د امريکايانو لخو له بمباری څخه وروسته
په پاکستان کې د افغاسنتان سرحد ته نږدی يو کلی د امريکايانو لخو له بمباری څخه وروستهانځور: AP


په افغانستان کې د ناتو قواوو د افغانستان او پاکستان پولو ته نږدی په يوه کلی کی خپل عسکر له هليکوپترو څخه کښته او په هغه ځای کې په يوه کور حمله وکړه. پاکستاني منابع وايی چې دلته شل تنه مړه شول، چې په دی کښی ښځې او ماشومان هم شامل وه.

د راپورونو له مخې دا د پاکستان په خاوره کې د ناتو لومړنی مځکني عمليات و. تر اوسه پوری د امريکا په مشری د ناتو عسکرو يوازی ځينې وخت هوايي عمليات په پاکستان کې د افغانستان د خاروی نه اجرا کول.

د پاکستان حکومت هم د يوسف رضا گيلانی په مشری دغه حمله په کلکه وغندله. پرون په اسلام آباد کې د امريکا سفيرې مېرمن انا پاترسن ته يو احتجاجيه ليک ورکړ شو.