1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان جگړه د نورو جگړو سره توپير لري بايد يو سياسي حل ورته پيداسي

۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړی استازی هولبروک وايي چي، واشنګټن کولای سي په افغانستان کي په سياسي حل کي اصلاح سوي طالبان په حکومت ومني که چيري هغوئ ټاکل سوي شرايط ومني...

https://p.dw.com/p/Njje
ريچارد هولبروک او ولسمشر حامد کرزی
ريچارد هولبروک او ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

ريچارد هولبروک وويل،په کابل کي د سولي ملي مشوري جرګه طالبانو ته دسولي د لاس اوږدولو په موخه يو مهم ګام ؤ، په دغه جرګه کي جمهور رئيس حامدکرزي ته صلاحيت ورکړل سو چي د طالبانو سره د روغي جوړي خبرو اترو ته کښېني.

هولبروک وويل چي، د امريکا متحده ايالات د جرګې د پريکړو څخه ملاتړ کوي.

نن د هسپانيې په پلازمېنه مادريدکي د افغانستان د لانجي د حل دپاره دغيري پوځي لار چارو د لټولو په موخه يوکنفرانس پيل سوی.

په دې کنفرانس کي د افغانستان او پاکستان پر ځانگړو استازو سر بيره د 30 هيوادنو استازو گډون کړی دی.

په مادريد کي، چي د افغانستان د لانجې د حل په موخه نړیوال کنفرانس رابلل سوی د رويتر خبري آژانس سره په مرکه کي د ريچارد هولبروک څخه پوښتنه وسوه چي د جرګې د پريکړو څخه د واشنګټن د ملاتړ خبره ددې مانا لري چي، د امريکا متحده ايالات کولای سي د طالبانو ډير لوړ پوړي مشران لکه خپله ملا محمد عمرچي هغه پسي نړيوال لټون روان دی ومني.

په غونډه کي د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکا د متحده ايالاتو څانگړی استازی ريچارد هولبروک
په غونډه کي د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکا د متحده ايالاتو څانگړی استازی ريچارد هولبروکانځور: AP

هولبروک وويل:« اجازه راکړئ چي يوه موضوع په ښکاره توګه بيان کړم. هغه داچي دغه جګړه په خالص پوځي برياليتوب سره پای ته نه رسيږي. دا داسي جګړه نه ده لکه دوهمه نړیواله جګړه چي په يو بېړۍ کي د يو تړون په امضاکولو یا د بوزنیا د جګړې په څېر په «دايتون» او «اوهايو» کي په موافقو سره پای ته ورسيږي».

هولبروک وويل چي، د افغانستان روانه جګړه د نومول سوو جګړو سره توپير لري او بايد يو ډول سياسي حل ورته پيدا سي.

هغه یادونه وکړه، چي د القاعدې سره سړی د سياسي حل لاره نه سي لټولای او ددغي شبکې سره خبري اتري کيدای نه سی.خو« د طالبانو د مشرانو سره کيدای سي، چي سړی خبري اتري وکړي.»

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل