1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بيرته انتخاب شوي جمهور ريس او د امريکا حکومت

۱۳۸۸ آبان ۱۲, سه‌شنبه

د امريکا حکومت د افغانستان بيرته انتخاب سوي جمهوررييس ته مبارکي وويله، او ويلي يې دي چه دوی به د کرزي د حکومت سره ګډ کار وکي ، د اصلاحاتو پروسه به پر مخ بوزي، تر څو به افغانستان کښي امنيت رامنځ ته سي.

https://p.dw.com/p/KM86
کرزی او اوباما
کرزی او اوباماانځور: AP

د ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون هم د کابل څخه د ليدني پر وخت کرزي ته مبارکي ويلې ده ،او د انتخاباتي کميسويون ددې تصميم څخه يې چه ددوهم واري انتخاباتو څخه منصرف سوی دی ،قدرداني کړيده .

امريکايي ټلويوزون CNNويلي دي ،چه د بارک اوباما حکومت بله چاره نلري ،بيله دې چه د حامد کرزي دحکومت سره ګډ کار وکي .

زيادتره امريکايي رسنيو هم ويلي دي ،چه اوباما اوس په افغانستان کښي ددوو چلنجو سره مخامخ دی ، او بايد مبارزه ورسره وکي :

د يوه طرفه په داخل کښي د طالبانواو بله طرفه د نوي انتخاب سوي جمهوررييس کرزي سره .

خو د اوباما مهم مشاور اکسل روټ ويلي دي ،چه ددې خبري څخه بايد يوه ډرامه جوړه نسي ، او کوښښ يې وکۍ چه خوشبيني ښکاره کي .

دی وايي چه د کرزي سيال عبد الله بيله هغه هم کم چانس نه درلودۍ .

تر هغه وروسته چه عبد الله د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي د ګډون څخه منصرف سو ، اکسل روټ ويلي وه ،چه عبد الله به انتخابات په هر صورت بايللي وای.

دی همدارنګه وايي چه په دوهم واري انتخاباتو کښي د عبد الله نه ګډون او د انتخاباتو نه دايريدل ، د افغانستان پر مساله باندي تأثير نه کوي.

حقيقت دادۍ چه اوباما په پسرلي کښي 21000 نور عسکر هم افغانستان ته وليږل ، تر څو تر يوه حده پوري آزاد او حقيقي انتخابات ممکنه کي . کله چه د امريکا جمهوررييس اوباما ته معلومه سول چه کرزي د انتخاباتو په نتايجو کښي لاس وهلی دی ، او جعل کاري يې کړې ده ،بيا يې نو کابل ته د امريکا سناتور جان کيړي وليږۍ. هغه د کرزي سره د دوهم واري انتخاباتو په خاطر ډيري خبري وکړلې ،او هغه يې دې کار ته راضي کۍ. خو ټولو ښه نتيجه ورنکړل ، اوباما اوس مجبوره دی د يوه داسي افغاني جمهوررييس سره کار وکي، چه تر پخوا ډير ضعيفه دی.

د امريکا ملي راډيوNPR وايي چه آيا کرزی به د افغانانو او افغاني پوځ لخوا د يوه قانوني جمهوررييس په حيث ومنل سي. او آيا اوباما به واقعأ تيار وي، چه دغه ډول ضعيفه جمهوررييس د لس هاوو نور امريکايي عسکرو پواسطه تقويه کي.

د اوباما مشاور اکسل روټ وايي چه افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو د ليږلو پر موضوع به په راتلونکو څو اونيو کښي اوباما تصميم ونيسي.

ځکه چه خبره يوازي د عسکرو پر تعداد نه، بلکه پر سمه ستراتيژي باندي هم ده.

او کومه ستراتيژي چه بايد پيدا سي، د افغانستان تر دغه ډول انتخاباتووروسته د اوباما دپاره نوره هم سخته سوې ده.

د اوباما حکومت د افغانستان د مسالې حل د نظامي لاري ويني، خو د افغانستان په جنګ کښي د امريکايي عسکرو د ټولني وياند وايي چه دا د حل لار نده. دده څخه به په همدغه هفته کښي د امريکا په کانګرس کښي پوښتني وسي.

ده د CNN ټلويوزون ته ويلي دي، چه د القاعده شبکه په ټوله نړۍ کښي غوړيدلې ده، او بايد د استخباراتو د لاري ورسره مبارزه وسي ، په عوض ددې چه نور عسکر افغانستان ته وليږل سي.

قاسم نوری
کتونکی: يحيی وردک