د افغانستان برخه ليک خامو موادو پورې تړلی دی
۱۳۹۲ تیر ۱۵, شنبهد برلین د خامو موادو په کنفرانس کې افغان او آلماني چارواکو هڅه وکړه چې له افغانستانه داسې یو انځور وړاندې کړي چې له «اقتصادي لحاظه نړيوالو ته په زړه پوره وي.». دغه نړيوال کنفرانس د جمعې په ورځ (د۲۰۱۳ کال دجولاي پنځمه) پرانيستل شو.افغان چارواکي وایي چې په هیواد کې یېد درې بيليون يا دری زرو میلياردو ډالرو په ارزښت طبيعي ځيرمې موجودې دي. په دغو ځیرمو کې ارزښت لرونکييا په اصطلاح کميابه فلزات،ليتيوم، اوسپنه، مس، کاربن، جست او داسېنور شامل دي. په خاصه توګه ليتيوم او کیمياب فلزات يا عناصر د يو صنعتي هيواد لکه آلمان له پاره خورا اهميت لري چي له هغو څخه د کامپيوترونو اوځیرکه تلیفونونوپه جوړولو کي کار اخيستل کيږي.
د آلمان د پرمختيايي همکاريو وزارت په نظر ښايي په راتلونکو شلو کلونو کېافغانستان پهنړۍ کې د خامو موادو په مهم صادروونکي باندې بدل شي. دغهوزارت وايي چېآلمان په دېبرخه کېله افغانستان سره د نزدې همکاريو هيله لري.
د افغانستان د کانو او صنايعو وزير، وحيدالله شهراني،او دافغانحکومت یو شمیرنور لوړپوړي چارواکي د برلين د خامو موادو په کنفرانس کې د گډون له پاره آلمان ته رابلل شوي دي.شهرانيوویلچي د افغانستان اقتصاد د دغه هیواد له خاموموادو څخه ډيره زياته ګټه پورته کولای شي. هغه د دغو موادو د استخراج په برخه کېله آلمان څخه د پراخو اقتصادي همکاريو هيله لري.
د نويو شخړو اندېښنه
اوس د افغانستان اقتصاد ډير زيات د کرهنېسکتور پورېتړلی دی.خوشهراني انتظار لري چي په راتلونکو لسوکلونو کېد دغه هیواد د ملي ناخالص محصولاتو۴۰سلنه برخه د طبيعي ځيرمو له کبله له رامنځ ته شوي عاید څخه جوړ شي.
افغانستاناوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. د «افغانستان د استخراجي صنايعود شفافيت نوښت» نومېټولنې څخه زرغونه رسا، واييچې د دېله پاره چېد طبيعي ځيرمو پر سر نوې شخړې پيدا نه شي، غوره ده چي همدا اوس يو شفافه او روښانه تګ لاره جوړهشي. هغه زیاتوي: «افغانستان لا تراوسهپورې لهشخړو سره لاس او ګريوان دی. امنيت سم ټینګنه دی. مونږ لس ولايتونه لرو چي د طبيعي ځیرمو له لحاظه ډير شتمن دي. خودغه ټولې ځیرمې د استخراج وړ نه دي. هغه شرکتونه چېپه دېساحو کيېکار کوي له نړيوالو معيارونوسره برابر نه دي څخه برخمن نه دي.»
«د افغانستان د استخراجي صنايعود شفافيت نوښتټولنه» له افغان حکومت سره کار کوي او د ځيرمو د استخراج پروسه له نزدي څاري ترڅوپه دې بهیر کېشفافيت رامنځ ته شي.
د آلمان لهJustus-Liebig پوهنتون څخه اندرياز ديتمن،هم د افغانستان د طبيعي ځيرمو پر سر د نویوشخړود رامنځ ته کیدو په اړه اندیښنه لري. هغه وايي:«دا چېافغانستان د طبيعي زيرمو له لحاظه يو شتمن هيواد دﺉ، دا کومه نوې خبره نه ده.له لسيزو را په دېخوا ټول پرې خبر دي.»نوموړﺉ جغرافيه پوه يادونه کوي چېد افغانستان د طبيعي زيرمو په ارزښت کېبايد ډير زيات افراط ونه شي.
دغه آلمانی کارپوه يادونه کوي چېد نړيوالو ځواکونو له وتلو سره افغانستان له يوهنامعلوم برخه ليک سره مخامخ دی. له دې کبله د دې آلماني کارپوه په اند د افغانستان د طبیعي ځیرمو د استخراج بهیر افغانانو ته هیلې ورکولی شي.
شتمن، خوبياهم بي وزلهافغانستان
د افغانستان ډیرې طبيعي ځيرمې ددغههيواد په شمالياو شمال ختيځو برخو کې پرتې دي. د دېهيواد مرکزي،جنوب ختيځې سیمې،په خاص ډول د غزني ولایت شاوخوا د سپينو زرو او اوسپنې له ځیرمو ډک دی. د افغانستان شمال د خپلو نفتو او ګاز د ځیرمو له کبله شهرت لري. د کابل او شاوخوا سيموپهغرونو کېکمياب منرالونه پیدا کیږي. د لوګر او خوست په ولايتونو کېد يورانيمود شتوناټکل کيږي. د باميانو په شمال کېد حاجيګک د اوسپني کان لا ډير پخوا موندل شویدیچېويل کيږي ښايي هند د هغه د استخراج چارې پرغاړه واخلي. سر بيره پر دی افغانستان د مسو يوه ډيره ستره ځيرمه لري چي په لوګر کي پرته ده او داستخراج تړون یې له چين سره شویدی. خو د افغانستان د کانو او صنايعو د وزير د وينا له مخېچينايي لوريد تړون ځينېمقرراتنه دي پلي کړي نو له دېامله دغه تړون له يو نامعلومهبرخه ليک سره مخامخ دی.
د دغي پروژې د ځنډ يو دليل د خامو موادو د ليږدولو له پاره د سمو لارو نه شتون دی. افغانستان نه سمندر ته لاره لري او نه هم د اورګاډي د پتلۍ خاوند دﺉ. پانګوال بايد په لومړي سر کېخپله دغه لارې جوړېکړي. د ګيسين له پوهنتون څخه جغرافيه پوهاندرياز ديتمن،وايي چيد مواصلاتي لارو جوړول د افغانستان له پاره ژوند بښوونکی اهميت لري. هغه وایي: «د مواصلاتو په برخه کېپانګونه نه ده شوې. امنيتي وضعيت ناخواله دی. نو په دي وجه په امينتي اواستخراجي تخنيک کي پانګه ايښودل ضروري دي. سر بيره پر دېنړيوال بازار ته د افغانستان د خامو موادو د رسولو له پاره يوهپايښت لرونکي مشارکت او د اعتماد وړ ترانزيتي قانون ته اړتيا شته.»
دغه کار پوه زياتوي چی په خاصه توګه د پاکستان له لارې ترانزيت له ستونزو سره مخامخ دﺉ. دغه ګاوندي هيواد په تيرو وختونو کي په وار وار سره دغه لاره تړلې ده ترڅو نړيوالېټولنېته ښکاره کړي چېد هغه له مرستي پرته افغانستان نړيوال بازار ته لاس رسینه لري.
په همدي وجه نړيواله ټولنه انتظار لري چېد افغانستان د خامو موادو د استخراج په برخه کي د پانګهاچولو له پارهد پلي کيدو وړ قانوني چوکاټ جوړ شي ترڅو ټول اړوند اړخونه د هغه په مطابق عمل وکړي. په همدي وجه افغانستان بايد د خپلو خامو موادو قانون له سره جوړ کړي.