1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او ناروې ترمنځ د همکارۍ تړون

DPA/ سید ریاض۱۳۹۱ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

ناروې ته د ولسمشر حامد کرزی د سفر په ترڅ کې افغانستان او ناروې د سه شنبې په ورځ د یوې اوږد مهالې همکارۍ لپاره یو سند لاسلیک کړ. د دواړو هیوادونو مشرانو د فساد پرضد د مبارزې ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/17YVP
انځور: Reuters

د دغه سند تر لاسلیکدو وروسته، د ناروې لومړي وزیر ینس ستولتنبېرگ، وویل چې «هیواد یې د فساد پر ضد هیڅ  زغم نه لري، نو له همدې امله مونږ د ناروې هیواد مرسته کوونکې پیسې له نزدې تعقیبوو.»

په پام کې ده چې تر ۲۰۱۷م کاله پورې به ناروې له افغانستان سره ۷۵۰ میلیونه کرونر، چې ۱۳۶ میلیونه ډالر کیږي، مرسته وکړي.

ستولتنبېرگ وویل، حتې کله چې ناروې په افغانستان کې خپل  پوځي ځواکونه راکم هم کړی، خپل ځان «د ښې حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، شفافیت او دموکراسې» په برخه کې له افغانستان سره ژمن بولي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل: «په دې برخه کې به د افغانستان ونډه دا وي، هغه مالي مرستې چې د نا روی له خوا ورکول کیږي،  په سمه توگه او د افغانانو په گټه به لگول کیږي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې افغانستان به د «امن یو داسي چاپیریال» رامنځ ته کړي چې د خپلو خلکو امنیت او د نورو هیوادونو گټې په کې تأمین وي.

ستولتنبېرگ وړاندې زیاته کړه: «د نړیوال تروریزم پر ضد جگړه، یوه نړیواله جگړه ده... او مونږ باید د بیلابیلو هیوادونو تر منځ همکاري وکړو.»  د هغه له دې خبره څخه په الجزایر کې د گازو په تأسیساتو کې د یرغمل نیونې یوې پیښې ته اشاره وه، چې په کې د ناروې پنځه تنه وگړي وژل شوي وو.

کرزي د هغې پوښتنې په ځواب کې چی آیا وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه به د ولسمشر په توګه پاتي شي، وویل :«دا  هیڅ د پوښتنې وړ خبره نه ده» ځکه چې د افغانستان اساسي قانون یې اجازه نه ورکوي.

افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ ناوخته له بریتانیې څخه ناروې ته ورسید. په بریتانیا کې حامد کرزي له صدراعظم دیوید کمرون او د پاکستان له ولسمشر، آصف علي زرداري سره په درې اړخیزو خبرو اترو کې برخه اخیستې وه.

پر دې سربیره افغان ولسمشر د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر، د دفاع وزیر، د پارلمان رئیس، د بهرنیو او دفاعي چارو د جرگه گیو له استازو او د دغه هیواد له پاچا هارلد، سره هم ولیدل.