1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبې ښه او بد خبر

۱۳۹۶ بهمن ۱۵, یکشنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله په متحده عرب اماراتو کې د زمبابوې کوربتوب کوي. د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان او د زمبابوې لوبډلو ترمنځ به دوه ۲۰ اوریزې او پنځه ۵۰ اوریزې لوبه ترسره شي.

https://p.dw.com/p/2s6DO
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

دغه لوبې داسې مهال ترسره کیږي چې ټاکل شوې د روان کال په مارچ میاشت کې د نړیوال جام د غوراوي له پاره هم سیالۍ ترسره شي. په عین حال کې افغانستان او زمبابوې تر دې مخکې هم د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شوي چې افغانستان پکې برلاسی پاتې شوی دی.

د لوبو مهالویش او تلویزیوني پوښښ

د دې لړۍ لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه به سبا یعنې د فبروري میاشتې په ۵ نیټه او دوهمه لوبه د فبروري میاشتې په ۶ نیټه د شارجې په نړیوال کریکټ ستدیوم کې په ځایې وخت د ماښام په اوه بجو پیل شي چې د افغانستان په وخت د ماښام ۷ نیمې بجې کیږي. د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې دغه لوبې به د تلویزیون له لارې هم خپري شي. په افغانسان کې د یک تلویزیون په نامه خصوصي تلویزیون دغه لوبي خپروي او په بهر کې بیا د پاکستان جیو سوپر او د کویزي په نامه تلویزیون خپروي.

د ۵۰ اوریزه یو ورځنیو لړۍ بیا د فبروري میاشتې په ۹ نیټه پیلیږي. د همدې لړۍ دوهمه لوبه په ۱۱ نیټه، دریمه په ۱۱، څلورمه په ۱۶ او وروستۍ لوبه بیا د فبروري میاشتې په ‍۱۹ نیټه ترسره کیږي. یادې ټولې لوبې د ورځې پرمهال یعنې د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په دوه نیمو بجو ترسره کیږي.

Screenshot Facebook Afghanistan Cricket Board - Hamid Hassan
انځور: facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial

د لوبو په هکله ښه او بد خبر

د کریکټ د مینه والو له پاره ښه خبر دا دی چې محمد شهزاد محمدي تر نږدې یو کلن بندیز وروسته بیرته لوبډلې ته راغلی او ټاکل شوې په دې لوبو کې د افغانستان په پاره ولوبیږي. پر شهزاد محمدې باندې د کریکټ نړیوالې شورا د ممنوعه درملو د استفادې له امله د لوبو بندیز وضع کړی وو چې د جنوري میاشتې په وروستیو کې دغه بندیز بیرته لیرې کړل شو.

د زمبابوې د لوبو له پاره د افغان کریکټ لوبډلې تیز توپ اچوونکي حمید حسن هم ډیر زیار ایستلی وو او ټاکل شوې وه چې هغه به په دې سفر کې د ملي لوبډلې سره یوځای د زمبابوې پر وړاندې له څو کلن ځنډ وروسته ولوبیږي.

Rashid Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Brady/PA

د افغانستان کریکټ بورډ څو شیبې مخکې پر خپله رسمي فیسبک پاڼه لیکلي چې: « له بده مرغه د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکی حمید حسن په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او نوموړي ته د روغتیایي مسؤلینو له لوري د درې اوونیو استراحت ورکړل شوی.»

 دا په  داسې حال کې ده چې له ملي لوبډلې سره راشد آرمان هم څو ورځې مخکې د بیګ باش سفر په بریالۍ توګه تر پای ته رسولو وروسته، له ملي لوبډلې سره یوځای شوی او ټاکل شوې چې د زمبابوې پرخلاف به د لوبډلې برخه وي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: