1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان اقتصاد زورواکانو انحصار کړی»

حسین سیرت۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبه

په افغانستان کې د شفافیت د څار اداره وایي چې د دغه هیواد اقتصاد د زورواکانو په لاس کې لویدلی دی او حکومت باید په دې برخه کې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي.

https://p.dw.com/p/1Ac1O
انځور: AP

د دغه سازمان له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان اقتصاد د یو شمیر زورواکانو په لاس کې دی. رپوټ په کابل، هرات، بلخ، بامیان او ننگرهار ولایتونو کې له ۱۰۰۰ تنو کارپوهانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی. دغه رپوټ ښيي چې زورواکان په بازارونو کې د نرخونو په تعینولو کې ډیر پیاوړی نقش لري.

د شفافیت د څار ادارې مشر یما ترابي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د افغانستان اقتصاد اوس د یو شمیر داسې زورواکانو له خوا د تصرف کیدو په حال کې دی چې هم په سیاست کې حضور لري او هم په امنیتي ځواکونو کې نفوذ. دا په خواشینۍ سره د افغانستان د اقتصاد له پاره یوه ډیره ماتوونکې خبره ده.»

د دغه رپوټ له مخې کله چې یو زورواک په افغانستان کې په یوې ځانگړې اقتصادي څانگه کې کار پیلوي نو واړه او عام سوداگر په ډیرو مواردو کې د دغې څانگې پریښودو ته اړیږي او په دې ترتیب سره دغه تجارت یوه انحصاري بڼه غوره کوي.

رپوټ وایي چې په افغانستان کې د نفتو، گاز، ساختماني توکو او ځینې نور سکتورونه د زورواکانو په لاس کې دي او همدوی په کې نرخونه تعینوي.

د شفافیت د څار ادارې بله اندیښنه دا ده چې په ناامنو سیمو کې ډیر وخت د پروژو تړونونه زورواکانو ته ورکول کیږي. د دې ادارې په حواله بیا وروسته په دې اړه چې دغه پروژې دې په شفافه توگه پلي شي هیڅ ډول ضمانتونه موجود نه وي.

ښاغلي ترابي وویل: «یو شمیر زورواکان کولای شي چې تړونونه ترلاسه کړي او د دغو تړونونو د لاس ته راوړلو له لارې یو شمیر نور کسان له بازار څخه بهر کړي. په دې ترتیب سره اقتصاد د انحصاري کیدو په لور روانیږي او همدا زورواکان دي چې په بازارونو کې قیمتونه تعینوي.»

د ترابي په خبره په افغانستان کې ډیر شمیر تړونونه د اړیکو پر اساس ورکول کیږي نه د رقابت پر اساس. د شفافیت د څار سازمان ټینگار کړی دی چې داسې قوانین باید رامنځ ته شي چې په بازار کې د انحصار د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي. د دې ادارې په حواله د احصار د دوام په صورت کې عام افغانان تر بلې هرې ډلې له زیات زیان سره مخامخیږي.

ترابي روښانه کړه، یوه موضوع چې کولای شي په بازارونو کې د زورواکانو د ډیر نفوذ مخه ونیسې د هغوی د دارایي گانو ثبتول دي. هغه وویل: «د هغو کسانو دارایي باید هر کال ثبت شي چې په سیاسي پریکړو کې ونډه لري. موږ باید په دې خبره پوه شو چې دغو کسانو دغه پیسې له مشروع او قانوني لارو ترلاسه کړې دي او که نه.»

په عین حال کې د شفافیت د څار ادارې وویل چې په دې اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه لري چې افغانستان هر کال د احصار له کبله څومره زیان ویني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب