1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اشرف غني کور ته نژدې چاودني وسوې

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۵, سه‌شنبه

د کابل ښار د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې ولسمشرۍ ته کانديد اشرف غني، کور ته نزدې چاودني او فيرونه شوي دي. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې د پیښي پر مهال پخپله غني په کور کې نه وو.

https://p.dw.com/p/1BVIC
انځور: DW

د پولیسو دغه چارواکي سید گل اغا هاشمي، ویلي دي چې یوه برید کوونکي د برید په سیمه کې خپل موټر والوزوه او بل یې بیا خپل ځانمرگي واسکټ ته انفجار ورکړ.

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې اوس پولیس د یوه دریم وگړي په لټه کې دي چې ښايي په دې برید کې ښکیل وو. د پيښي پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده. دغي ډلي رسنيو ته په يوه لېږلي پيغام کي ويلي دي چي د دوی د بريد هدف په سيمه کي يو ټاکنيز مرکز وو.

طالبانو څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي په خپل ټول توان سره به د کوښښ وکړي چي د افغانستان راتلونکي ټانکي گډي وډي کړي.

د راپورونو له مخي د پيښي پرمهال په خپله اشرف غني په خپل کور کي نه وو او تر دې پیښې لږ وروسته يې په خپل تویتر اکونت کې لیکلي دي: «همدا اوس گردیز ته ورسیدم. دلته په زرونو کسان راټول شوي دي.»

د افغانستان پلازمېنه کابل د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره په تيارسئ حالت کې ده. د پلان له مخي به دغه ټاکنې د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه ترسره شي.

له بلي خوا د تيري پنجشنبې په ورځ پر سرينا هوټل باندي په يرغل کي چي ۹ کسان پکښي ووژل سول، په افغانستان کي د ټاکنو بهرنيو څارونکو تيره ورځ اعلان وکړ چي خپل کار کوونکي يې له دغه هيواد څخه ايستلي دي.

اشرف غني د نړیوال بانک پخوانی کارکوونکي دی. هغه تر دې مخکې د افغانستان د مالیې وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر مشر وو. غني په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې عبدالرشید دوستم د خپل لومړی مرستیال په توگه ټاکلی دی.