1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسلامي دولت ډلي له کنتروله ډيري سيمي وتلي»

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

د امريکا د معلوماتو له مخې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د نړیوال ايتلاف د هوایې بریدونو له پیل راهیسي دغي ډلي په عراق د نیول شوو سیمو نزدې ۳۰ سلنه برخه بيرته له لاسه ورکړې، خو په سوریه کې یې خپلي سیمي ساتلي دي.

https://p.dw.com/p/1F7RK
انځور: Reuters/R. Said

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویاند ستیفن وارن په واشنگټن کې وویل: «اسلامي دولت ډله په عراق کې اوس د هغو سیمو له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنه برخه کې د جگړې توان نه لري، چې په اگست میاشت کې په بشپړه توگه آزادې سره پکښې گرځیدل».

هغه زیاته کړه چې د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو له ۱۳۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه کې خپل کنترول له لاسه ورکړی دی. په ځانگړي توگه د عراق په مرکز او شمال کي.

یوه اوږده مبارزه

وارن وویل چې هوایې يرغلونو او د عراقي ځواکونو ځمکنیو عملیاتو د دغي افراطي ډلي توان، د نیول شوو سیمو ساتل او په دغو سیمو کې د آزاد گښت کمزوری کړی دی. د هغه په خبره دا تر وخت دمخه خبره ده چې وويل شي لوبي بدلون موندلی.

د پنټاگون ویاند دې خبري ته هم اشاره وکړله چې د «اسلامي دولت» ډله اوس کرار کرار پر شاتمبول شوې خو دا مبارزه به ډیر وخت ونیسي.

د تیرکال په اگست میاشت کې، کله چې د ترهگري ډلي اسلامي دولت پوځي بریالیتوبونو زور واخيست، د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب نړیوال ايتلاف د دغې ترهگري ډلي پر ضد هوايي عملیات پیل کړل.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې له هغه وخت راهیسې تر اوسه پوري د اسلامي دولت ډلي پر ضد په دوامداره توگه ۳۲۴۴ هوایې يرغلونه شوي دي.

د دغو يرغلونو له جملې څخه ۱۸۷۹ یې په عراق او ۱۳۶۵ یې بیا په سوریه کې پر يادي ترهگري ډلي باندي شوي دي. نږدې۸۰ سلنه بمبارۍ د امریکا متحدو ایالاتو جنگي الوتکو کړي دي.

د۲۰۱۴م کال د دوبي تر تعرضي بریدونو وروسته «اسلامي دولت» ډلي په عراق او سوریه کې تر خپل کنترول لاندي سیمو کې «اسلامي خلافت» اعلان کړ.

د امريکا د دفاع وزارت وياند وارن، وايي چې اسلامي دولت ډلي تر ډیر وخته پوري په سوريه کې خپل پراخ نفوس ساتلی وو.

دغي ډلي له ترکیې سره د سرحدي ښار کوباني کنترول له لاسه ورکړ، خو د دمشق او حمص شاوخوا سیمي يې ونیولې. په دغو سیمو کې د سوریې په مرکزي ښار «یرموک» کې د فلسطیني کډوالو په کمپونو کې د دوی قرارگاوي هم شاملي دي.