1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراييلو د دفاع وزير له کېړي بخښنه غوښتې ده

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۵, چهارشنبه

د اسرائیلو د دفاع وزیر د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر څخه د بخښني او د هغه د ستایني په هکله یوه بیانیه خپره کړې ده. د اسرائيلو د دفاع وزیر د منځني ختیځ د سولې د هڅو په هکله پر کېړي باندي لفظي برید کړی وو.

https://p.dw.com/p/1Aqgf
انځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

د اسرائيلو د دفاع وزیر موشي یعالون له لوري د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جنوري ۱۴) په دوو عبراني او انگلیسي ژبو يوه بیانيه خپره شوې ده. په دغه بیانيه کې په یوه ځایي رسنۍ کې د اسرائیلو د دفاع د وزیر له خوا د کېړي په اړه تر سختو څرگندونو وروسته له هغه څخه بخښنه غوښتل شوې ده.

تر دې د مخه د یعالون له قوله ویل شوي ول چې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ اوسنی امنیتي پلان رامنځته شوی دی، خو له فلسطین سره د سولې متزلزلي خبري اتري «د کاغذ پر مخ د لیکل کیدو زیات ارزښت نه لري.»

د اسرائيلو د دفاع وزیر بېنیامین نتانیاهو، د سه شنبې په ورځ په کنېست یا د اسرائیلو په پارلمان کې د خپل وزیر پر تنده لهجه هم انتقاد کړی وو. نتانیاهو په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي ول، که چیرې اسرائيل او متحده ایالات يو له بل سره اختلاف هم ولري نو، شخصي سپکاوي ته اړتیا نه شته.

تر دې وروسته د یعالون له خوا یوه بیانیه خپره شوه چې پکښې ویل شوي ول چې دواړه هیوادونه «د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولې د خبرو اترو په پرمختگ کې گډ هدف لري.»

د اسرائیلو د دفاع وزارت له خوا هم یوه بیانيه خپره شوې ده. په دغه بیانیه کې راغلي دي چې «د دفاع وزیر د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر د سپکاوي هیڅ قصد نه درلود او که چیري د دفاع وزیر د څرگندونو له امله کېړي ته صدمه رسېدلې وي نو دی (یعالون) بخښنه غواړي.»

د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولي د خبرو اترو له پیلیدو راهیسې جان کېړي تر اوسه لس واري سیمي ته سفر کړی دی، چې وروستی سفر یې هم دغه وو. کېړي په دې هڅه کې دی چې د دوو دولتونو د حل په موخه په اپریل میشت کې د پلان شوو خبرو اترو په پای کې د یوه «چار چوکاټ» په رامنځته کولو وتوانیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما ویاند جې کارني، ویلي دي چې د یعالون څرگندوني «که چیري سمي وي، نو توهینوونکي او نا مناسبې دي، په ځانگړې توگه دې خبري ته په کتو سره چې کېړي یې د اسرائیلو د امنیتي اړتياوو د ملاتړ له پاره کوي.»

اسرائیل او فلسطین تیر کال په دوبي کې د سولي د خبرو اترو له سره پر پیلولو باندي سره سلا شوي ول، خو د اسرائیلو له خوا په فلسطیني سیمو کې د نوو مېنو جوړولو ته د اختلاف د یوه ټکي په توگه کتل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې یعالون د مېنو جوړولو قوي پلوي دی او د امریکا متحده ایالات دغه گام یو «نامشروع» عمل گڼي.