1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلي سیلانیانو د وژلو تر شا څوک ولاړ دي

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه

که څه هم تر اوسه پورې د هغه ځانمرګي برید کوونکي هویت تشخیص شوی نه دئ چې د چهار شنبې په ورځ ئې په بلغاریا کې اسرائیلی سیلانیان ووژل، خو اسرائیل لا تراوسه وایي چې د لبنان حزب الله او ایران په دې پیښه کې لاس لري.

https://p.dw.com/p/15c5p
انځور: Reuters

اسرائیلو په بلغاریا کې د یوه ځانمرګي برید چې څو تنه اسرائیلی سیلانیانیان ئې ووژل ملامتیا په ښکاره توګه د لبنان د حزب الله ډلې او پر ایران باندې واچوله. ایران دغه ډول تور رد کړی دئ.

که څه هم د ځان مرګي برید کوونکي هویت تر اوسه پورې تشخیص شوی نه دئ، خو اسرائیلو پرون ( پنجشنبه د جولایي ۱۹مه) سمدلاسه خپل ستر دښمن ایران او په لبنان کې ایران پلوې حزب الله ډله د دغه برید له پاره مسئوله وبلله.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو په یوې خبرې غونډه کې په ښکاره توګه وویل: «پرونۍ ( چهارشنبه) حمله د حزب الله چې د ایران مخکښه تروریستي ډله ده، له خوا پلان شوې ده.»

دغسې خبره د اسرائیلو د دفاع وزیر، ایهود بارک هم وکړه: «د حزب الله د ډلې پلویانو دغه حمله سرته ورسوله، دغه ډله تل د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده.»

له دغې پیښی سره د اسرائیلو د غوسې د راپاریدو سربیره هم د اسرائیلو د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې داسې ښکاره کړه چې دغې حملی ته د ځواب له پاره تل ابیب د زغم لرونکي اقدام د نیولو په لټه کې دئ.

هغه له اسرائیلي راډیو سره په مرکه کې وویل: «اسرائیل به خپل ټول زیار وباسي چې د پیښې عاملین عدالت ته راکاږي او هغوی ته جزا ورکړي. دا د اسرائیلو پر ضد یو نړیوال کمپاین دئ چې نه یوازې دغه سازمانونه، بلکې ځینې نور لکه نړیوال جهاد او القاعده هم پکښی ګډون لري. موږ په هغه یو وضعیت کې قرار لرو چې باید اجازه ور نه کړو چې پکښې وټکول شو.»

د اسرائیلو د ملي امنیت پخوانې مشر اوزي اراد، هم په دې نظر دئ چې اسرائیل باید د غچ اخیستونکي اقدام په لټه کې نه شي:

«که چیرې اسرائیل د دغې حملې پر وړاندې یو ډول غبرګون ښکاره کړي، نو دغه غبرګون به بل غبرګون وهڅوي. معنی دا چې دا یو داینامیکي وضعیت دئ. زه فکر کوم هغه کسان چې له دې موضوع سره سر او کار لري، هغوی ښه پوهیږي چې څه باید وکړي. دغه راز له پخوانیو پیښو څخه هم درس اخیستل شوی دئ، کله چې موږ په څو جبهو کې د خپلو عملیاتو تاوان پر ځان ومانه.»

د پیښې د اصلي عامل پیژندل

د بلغاریا چارواکي او د امریکا متحده ایالاتو کورنۍ استخباراتی اداره، FBI هڅه کوي چې د هغه شخص هویت تشخیص کړي چې د چهارشنبې په ورځ ئې پر اسرائیلي سیلانیانو باندې ځانمرګي برید تر سره کړ. د بلغاریې د هوایي ډګر یوې امنیتي کمرې د یوه مشکوک سړي عکس اخیستی دئ چې ګمان کیږي هغه حمله کوونکی به وي چې غوښتل ئې د اسرائیلی سیلانیانو د سپرلی پر سرویس موټر باندې برید وکړي. اسرائیلي سیلانیانو غوښتل چې د تور سمندرګي د بورګاز په بندري ښار کې خپلې تفریحي رخصتۍ تیري کړي.

دغه عکس د بلغاریا د کورنیو چارو د وزارت له خوا خپور شوی دئ. د کورنیو چارو وزیر وویل چې چارواکو له پیښې څخه مخکې د مشکوک سړي د ګوتې نښان اخیستی دئ چې د DNA یا وراثت هغه نښانې ښکاره کوي چې د FBI ادارې هم موندلې دي. د بلغاریې وزیر دا خبره هم وکړه چې مشکوک سړي له ځانه سره جعلي اسناد درلودل.
هغه وویل: «د هغه سفري اسناد د موټر چلوونی یو جعلي سند د امریکا متحده ایالاتو د مشیګن د ښار څخه وو. خو د هغه اصلي هویت تر اوسه پورې تشخیص شوی نه دئ.»

تایشمن، تورستن/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض