د اسرائيلو ټاکني د نيتانياهو گوند گټلي دي
۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبهاعلان
د اسرائيلو په پارلماني انتخاباتو کښي د صدراعظم بنيامين نيتانياهو ښی اړخه اتحاد د انتظار برخلاف ډيري رايي ندي وړي. د اسرائيلي ټلویزون د تقریبأ ثابتو اټکلونو پراساس د لیکود-بایتینو اتحاد په نوي پارلمان کښي د ۱۲۰ چوکيو څخه ۳۱ وړي دي. تر اوسه پوري داوړو حزبو مجموعأ ۴۲ چوکۍ درلودې. نيتانياهو په تل ابيب کښي د بریالیتوب د یوې وینا پرمهال د خپلو پلویانو په مخکي وویل چی دی به د یوه پراخ ایتلاف د رامنځته کیدو او جوړیدو کوښښ وکړي. دی وايی چي همدااوس یې لا د انتخاباتو د اصلي ګټونکي، د ټلویزون د پخواني مدیراتور، یاییر لاپېد سره تماس نیولی دی. دغه نوي جوړسوي لیبرال ګوند ۱۹چوکۍ گټلي دي او په پارلمان کښي دوهم قوي فراکسیون ګرزېدلی دی.