1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو او حماس کړکېچ

۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبه

ايا اسرائيل به پر غزې تراډه باندي مځکنی يرغل وکړي؟ که يا ديپلوماتان به په دې وتوانيږي چي د دواړو ترمنځ يو اوربند ټينگ کړي؟ د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پخپله غواړي چي په قاهره کي په خبرو اترو کي ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/16lPn
A Palestinian woman reacts in front of a destroyed house after an Israeli air strike in Gaza City November 19, 2012. Hostilities between Islamist militants and Israel entered a sixth day on Monday as diplomatic efforts were set to intensify to try to stop rocket fire from the Gaza Strip and Israeli air strikes on Gaza. International pressure for a ceasefire seemed certain to mount after the deadliest single incident in the flare-up on Sunday claimed the lives of at least 11 Palestinian civilians, including four children. REUTERS/Mohammed Salem (GAZA - Tags: MILITARY POLITICS CONFLICT)
Gaza Zerstörungenانځور: Reuters

په منځني ختيځ کي د سولي راتلو له پاره په لوړه کچه ډيپلوماتانو هلي څلي پيل کړي دي. په دې لاره کي اوس تر ټولو ډيره اميدواري د مصر جمهور رئيس او د اخوان المسلمين غړي محمد مرسي ته ده، چي ويل کيږي له حماس سره ښې اړيکي لري.

د رسنيو د راپورونو له مخي حماس او سرائيلو همدا اوس د مصر په منځگړيتوب خبري پيل کړي دي. خو تر اوسه پوري د احتمالي اوربند په اړه څه نخښي نښانې نه ښکاري.

اروپايي ټولنه د غزې جگړې په اړه غونډه کوي

په غزې تراډه کي د بحران د ختمولو له پاره ډيرو نورو هم تلاښونه پيل کړي دي. د اروپايي ټولني د بهرنيو او دفاعي چارو وزيران نن دوشنبه (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۹) په بروکسل کي سره راټوليږي او د غزې د جگړې په اړه بحث کوي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: dapd

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله اعلان کړی دئ، چي ډيرژر به سيمي ته سفر وکړي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ويلي دي، چي قاهرې ته به سفر وکړي او هلته به د غزې بحران د ختمولو له پاره د مصر له مجهمور رئيس محمد مرسي سره خبري اتري وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاروف د روسيې، امريکا متحده ايالاتو، اروپايي ټولني او ملگرو ملتونو په گډون د څلور اړخيزي غونډي د جوړيدو وړانديز کړی دئ.

يوه خبره روښانه ده، هغه دا چي په غزې تراډه کي جنگ به د يو ستر اورلگېده وي. که څه هم د المان صدراعظمه اغلې انگلا ميرکل او د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما دا د اسرائيلو حق بولي چي له خپله ځانه دفاع کوي. خو بیا هم دواړو مشرانو له اسرائيلي چارواکو سره په تليفوني خبرو کي د اوربند غوښتنه کړې ده.

د قربانيانو شمېر د ډيرېدو په حال کي دئ

اسرائيل او حماس پر ټولو ديپلوماتيکو هلو څلو سربيره خپلو هوايي او توغنديي بريدونو ته دوام ورکړی دئ. د اسرائيلي سرچينو د معلوماتو له مخي د چهارشنبې له ورځي راهيسي د حماس ډلي له خوا پر اسرائيلي ښارونو باندي نزدې ۱۰۰۰توغندی توغول سوي دي.

سرچينې زياتوي چي په دې ترڅ کي ۵۴۰ توغندی د اشکلون پر ښار باندي توغول سوي دي او نزدې ۲۸۷ توغندی په هوا کي شنډ سوي دي. د دوی په خبره د دغو توغنديو ډيری ئې په درياب کي لوېدلي دي.

اسرائيلو د چهارشنبې له ورځي راهيسي په غزې تراډه کي پر هدفونو باندي نزدې ۱۱۰۰ هوايي يرغلونه کړي دي، چي په دې بريدونو کي ډيري دولتي ودانۍ او د حماس ډلي مقر ويجاړ سوی دئ.

د رسمي سرچينو د شمېرو له مخي په دغه جگړه کي تر اوسه پوري نزدې ۸۰ تنه فلسطينيان، او اسرائيلو ويلي دي، چي درې تنه ملکي وگړي وژل سوي دي. دغه راز په دغه جگړه کي ۵۰۰ تنه نور ټپيان سوي دي، چي تقريباً ټوله د فلسطين له اړخه دي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم