1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد له بيانيي وروسته، سوريي کي مظاهري وشوي

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

په سوريي کي نن مظاهره کونکي وروسته له هغي سړکونو ته را ووتل چي د دغه هيواد ولسمشر، بشارالاسد، يوه بيانيه ورکړه. ده په خپلي بیانیي کی په ځينو مظاهره کونکو د خرابکاري تور ولګاوه

https://p.dw.com/p/11fgp
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: dapd

دغه مظاهر کونکي وايي چي بشارالاسد په خپلي بيانيي کي د سوريي د خلکو اصلي ستونزي داسي په ګوته نه کړي چي دوي يي انتظار کاوه.

يوه د صحني عيني شاهد د ټيلوفون په کرښه د رويترز خبري اژانس ته وويل مظاهره کونکو د بشارالاسد په وړاندي د «له قاتلينو سره بايد خبري و نه شي» شعارونه ورکول.

نن بشارالاسد د دمشق په پوهنتون کي يوه بيانيه ورکړه. ده په خپلي بيانيي کي وويل چي د مظاهره کونکو په ډلي کي ځيني خرابکاران ګډ شوي چي د بهرنيو په لمسون غواړي دی خپل يوولس کلن حکومت ته د پاي ټکي کيږدي.

پر بشارالاسد کورني او بهرني فشارونه په وروستيو کي ډير شوي دي. په وروستيو کي په سوريي کي ډيري مظاهر کونکي د ده د حکومت د ړنګیدو غوښتنه کوي.

پر ده خو بيا نړيوال فشارونه هم د هري ورځي په تيريدو سره ډيريږي. که څه هم د دغو مظاهرو په وړاندي بشارالاسد د پوځي زورزیاتي څخه هم کار اخيستی چي په ترڅ کي يي څه نا څه 1300 کسان وژل شوي خو دی وايي چي په وروستيو دريو مياشتو کي يي داسي ريفورمونه په لاره اچولي چي کولاي شی په ملک کي بيا قراري رامنځ ته کړي.

دا په داسي حال کي ده چي په وروستيو مظاهرو کي خلکو په خپلو شعارونو کي بشارلاسد ته د «دروغوجن» خطاب کاوه.

په سوريي کي يوه سياسي فعال وويل چي خلکو د بشارلاسد څخه د داسي خبرو طمع درلوده چي د وضعيت د ښه کيدو لامل شي خو ښايي چي دوي بي هيلي شوي وي.

«خلکو هيله کوله چي دی به يو څه معني داره خبري وکړي، چي د دي سبب شي چي ټانکونه او پوځيان د مظاهر له سيمو څخه لاړ شي، دغه خلک د بشارلاسد له بياني څخه په غوصه شول او ژر تر ژره سړکونو ته د مظاهرو لپاره ووتل.»

د بشارالاسد د بياني څخه وروسته د سوريي په ډيرو ښارونو کي مظاهری وشوي چي د ده د رژيم ضد شعارونه په کي ورکړل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل