1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول په مظاهرو کي يو کس وژل سوي دي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲, جمعه

په ترکیه کې بيا د تاوتریخوالي ډکي مظاهرې شوي دي. د پولیسو له خوا د دغو مظاهرو د آرامولو په پایله کې یوه وگړي خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1C50D
انځور: Reuters

دغه کس هوگور کورت، نومیږي چې د پنجشنبې په ورځ د استانبول په اوکمیداني سیمه کې د مظاهرو پر مهال وویشتل شو. د استانبول ښاروال د هغه مړینه په خپل تویتر پاڼه کې تائید کړې ده.

کورت لومړی ټپي وو چې د همدغو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه. پولیسو د پنجشنبې په ورځ د اوکمیداني په سیمه کې د مظاهره کوونکو د یوه ډلي پر وړاندي له اوښکن گاز او اوبو پاشلو څخه استفاده وکړه. مظاهره کوونکو هم پر پولیسو باندي اور اخیستونکي مواد او ډبري و اورولې.

ویل کیږي چې په همدې منځ کې یوه پولیس کورت، په مرمۍ ویشتلی دی. له سیمې څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې یو پولیس د مظاهره کوونکو د پاشلو له پاره هوایي ډزي کوي.

د فرانسې خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله ویلي دي چې پولیسو پر مظاهره کوونکو باندي هم فيرونه کړي دي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال بولنت ارینک، هم دا خبره تائید کړې ده چې یوه مرمۍ د کورت پر سر لگیدلې ده چې له کبله یې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه همداراز دا خبره کړې ده چې هغه مرمۍ چې پر کورت باندي لگیدلې او هغه وسله چې دا مرمۍ ورڅخه فیر شوې ده باید وڅېړل شي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې کورت په مظاهرو کې گډون نه لاره، بلکې هغه د یوې جنازي په مراسمو کې چې د مظاهرې سیمي ته نزدې ترسره کیدې گډون کړی وو.

په ترکیې کې وخت نا وخت د حکومت پر ضد مظاهرې ترسره کیږي. په وروستیو وختونو کې په دغه هیواد کې د یوه کان د رالویدو له کبله د ۳۰۱ تنو پر وژل کیدو باندي سختې نیوکې کیږي. یو شمیر ترکان د دغې پیښي له کبله د اردوغان پر محافظه کاره حکومت باندي سختې نیوکې کوي ځکه د هغوی په حواله حکومت په کانونو کې کافي تدابیر نه دي نیولي.

له بلې خوا د آلمان صدراعظمي انگلا میرکل، د ترکیې له لومړي وزیر سره په یوه تلیفوني اړیکه کې خبري کړي دي. هغې یو وار بیا په ترکيه کې د یوشمیر کان کیدونکو د وژل کیدو له کبله خپله ژوره خواشیني څرگنده کړې ده. پلان شوې ده چې اردوان به د شنبې په ورځ د آلمان په کولن ښار کې یوې غونډي ته خبري وکړي.