1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول د ځانمرگي برید په هکله څیړنې

۱۳۹۵ فروردین ۱, یکشنبه

د ترکیې په استانبول ښار کې تر ځانمرگي برید وروسته آلماني چارواکو په دغه ښار مقیم خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې له احتیاط څخه کار واخلي. په همدې منځ کې د پیښې او قربانیانو په هکله یو شمیر جزیات هم روښانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IGW3
انځور: picture-alliance/dpa/T. Bozoglu

د واشنگټن حکومت په حواله د ترکیې په استانبول ښار کې د تیرې ورځې(د مارچ میاشتې ۱۹) ځانمرگي برید په ترڅ کې دوه تنه د امریکایې تابعیت درلودونکي اسرائیلیان هم وژل شوي دي. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا د برید اصلي هدف هم دغه اسرائيلیان ول، او که څنگه؟

په واشنگټن کې د ملي امنیت ادارې ویاند ند پرائس، وویل: «ترکیه یو وار بیا د یو وحشتناکه تروریستي برید سره مخامخ شوې او مونږ د ناټو له خپل دغه متحد او همکار څخه د ملاتړ په برخه کې ثابت قدمه پاتې کیږو.»

مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي هم له ترکیې سره د خپل پیوستون او ژمنتیا په ښکاره کولو سره دا یو« بزدلانه ترهگریز عمل» بللې وو.

ککرکجن مخ

د شنبې په ورځ مخکې تر غرمې یوه ځانمرگي بریدگر د استانبول ښار په اروپایې برخه استقلال سړک کې د ځان پورې تړلي چاودیدونکو موادو ته انفجار وکړ. په دې پيښه کې ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶ تنه نور ټپیان شول. ترکیې رسنیو ویلي دي چې په وژل شوو کې دری تنه اسرائيلیان او یو تن د ایران تبع ول.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش ایران ته د خپل سفر پر مهال دا د زور زیاتي یو نوی ډول وباله او وې ویل: « ترهگرۍ خپله کرکجنه څیره وښودله.» د پیښې په ځای کې د یوې ځارونکي کمرې په ویډیو کې لیدل کیږي چې چاودنه د لارویانو په منځ کې رامنځته شوې ده. عیني شاهدان د یوې قوي چاودنې خبر ورکوي.

په لومړي سر کې د پیښې مسئولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستې. دولتي رسنۍ بیا داعش یا د «اسلامي دولت» ډلې جهادیان د دغه برید په ترسره کولو تورنوي. د ترکیې چارواکو په حواله په دې پيښه کې لږ تر لږه ۳۶ تنه ټپیان شوي دي چې د ۷ تنو روغتیایې وضعه د اندیښنې وړ بلل شوې.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله په دغه پيښه کې آلماني اتباعو ته زیان نه دی رسیدلې. خو نوموړي وزارت په دغه ښار کې خپلو اتباعو ته له ډیر احتیاط څخه کار اخیستلو سپارښتنه کړی.

د سفر د خوندیتوب په اړه د نوي کړای شوو معلوماتو په ترڅ کې له آلماني اتباعو څخه غوښتل شوي دي چې : «په استانبول کې مسافرو ته سپارښتنه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې کې دې په عامه ځایونو، توریستي جالبو ځایونو، او عمومي اجتماعاتو کې خپل حضور کم کړي.»