1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول برید: چیني ایغوریان ولې افراطي کیږي؟

۱۳۹۵ دی ۱۸, شنبه

ترکي چارواکو د استانبول په یوه نائټ کلپ کې د ترهګریز برید په تور یو شمیر شکمن ایغوري مسلمانان نیولي دي. خو پوښتنه دا ده چې ولې اوس ایغوریان له چین څخه د باندې هم په ترهګریزو بریدو کې د لاس درلودلو په تورن کیږي؟

https://p.dw.com/p/2VRGd
China startet Anti-Terror-Kampagne in Xinjiang
انځور: picture-alliance/AP Images/Zhang Hao/ColorChinaPhoto

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال ویسي کائنک د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې د نوي کال د جشن په مراسمو کې د استانبول په رائنا نائټ کلپ کې د ترهګریز برید ترسره کوونکی ممکن د چین د ایغوري مسلمانانو له اقلیت سره تعلق ولري.

کائنک وویل داسې ښکاري چې دغه بریدګر په یوه تروریستي هسته کې ځانګړې زده کړې ترلاسه کړي دي. په دغه برید کې ۳۹ تنه وژل شوي ول چې په دوی کې بهرنیان هم شامل ول. تر دغه برید وروسته ترکیې چارواکو له دغه برید سره د تړاو درلودلو په شک یو شمیر ایغوري مسلمانان هم ونیول.

د ترکي نسل مسلمانان

ایغور مسلمانان د چین په شمال لویدیځ سینکیانګ ایالت کې د ترکي نسل مسلمانان دي چې د چین د کمونیست حکومت له خوا تر سخت فشار لاندې دي او ځپل کیږي. ایغوریان د چين پر حکومت تور لګوي چې غواړي د دوی کلتور، رسم و رواج او ټولنیز قدرت ته د پای ټکې کیږدي.

په دې وروستیو څو کلونو کې د چین حکومت په سینکیانګ ایالت کې د مسلمان بیلتون غوښتونکو ایغوریانو پر وړاندې خپل اقدامات زیات کړي دي. د چیني حکومت له خوا تر دغو سخت ګیرانه اقداماتو او د ایغوریانو تر ځپل کیدو وروسته، لیدل کیږي چې په دغه لږکۍ کې د افراطیت پر لور میلان مخ پر ډیریدو دی.

د هایډل بیرګ پوهنتون څیړونکی او په بروکسل کې د سویلي آسیا دیموکراتیک فورم (SADF) مشر زیګفرید وولف، وایې: «د ایغوریانو موضوع ته باید د مسلمانانو د افراطيت او تندلارې کیدو په لیدلوري کې وکتل شي.»

ایغوري بیلتون غوښتونکي

د ایغوریانو د افراطي کیدو موضوع ته تر اوسه پورې د چين د داخلي ثبات د مسالې په توګه کتل کیږي، خو یو شمیر کارپوهان وایې چې دې ته باید په نړیواله کچه د افراطیت او سخت دریځۍ د ستونزې له لیدو لوري وکتل شي.

د څیړونکو په اند د ایغوري بیلتون غوښتونکي غورځنګ او جهادیان له نورو افراطي ډلو سره د هغو له جملې څخه په افغانستان کې له تندلارو افراطي ډولو سره اړیکي لري. اوس ایغوریان هم له القاعده شبکې او طالبانو سره په ګډه په افغانستان کې د ورانکاره اعمالو او ترهګریزو بریدونو په لومړیو لیکو کې لیدل کیږي.

تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې آیا هغه یعنې د استانبول پر نائټ کلب ترسره کونکي بریدګر یو ایغوري جهادي وو؟ دا هم معلومه نه ده چې آیا ایغوریان به د دې توان او صلاحیت ولري چې د استانبول د برید په څیر بریدونه ترسره کړي؟

خو د زیګفرید وولف په خبره پریکړه کونکي باید د ایغور شخړه او په دغه سیمه کې اسلامي افراطیان تر نظر لاندې وساتي. هغه زیاته کړه ډیره مهمه ده چې ولیدل شي په غیرقانوني توګه هجرت کونکو ایغوریانو کې په کوم شمیر کې یې د تندلارې افراطي نظریې درلودونکي دي، او له جهادي شبکو سره ارتباط لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):