1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استاد عبدالروف بېنوا د سلمې کلیزي په مناسبت علمي او څیړنیز سیمینار

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۲ آذر ۱۰, یکشنبه

د اروا ښاد استاد عبدالروف بېنوا د سلمې کلیزې په مناسبت په کابل کې یو علمي او څیړنیز سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې فرهنگیانو خپلې مقالې ولوستې او بېنوا ته یې د عقیدت پیروزینې ډالۍ کړې.

https://p.dw.com/p/1ARIQ
انځور: DW

دغه سیمینار د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر ۱) په کابل کې د علومو اکاډمۍ په نوښت جوړ شوی وو. سیمینار ته یو شمیر لیکوالانو او فرهنگیانو خپلې مقالې ولوستې او د استاد عبدالروف بېنوا، د ژوندانه په بېلا بېلو اړخونه یې رڼا واچوله.

وینا والو په خپلو خبرو کې وویل چې اروا ښاد عبدالروف بېنوا د شمعې په څير ځان وسوځاوه، خو نورو ته يې رڼا پرېښوده. هغه د خپل ژوند په ٧٣ کلنه موده کې قلم داسې ژړولى دی چې د اوښکو په کرښو يې د ٥٦ کتابونو پاڼې رنګينې شوي دي. په دې رنګينيو کې نه يوازې د هغه شعراو نثر پر هر زړه خوږ لګیږي بلکي تاريخ، سياست او ټولنيزې برخې ته يې هم پکې پراخه لمن هواره کړې ده.

د دغه تاريخې شخصیت په اړه جوړ شوي عملي او څيړنيز سيمينار کې د ښاغلي عبدالروف بېنوا د ژوند په ټولو اړخونو څيړنه او څرګندونې وشوې چې هغه د ژوند ټوله برخه د خپلې ټولنې له پاره د نوښتونو او پرمختګونو راوړلو ته ځانګړې وه.

د علومو د اکاډمۍ د غړي څیړنوال حکیم تڼیوال په وینا بېنوا د انسانيت له ډيرو استعدادونو څخه برخمن وو چې له همدې کبله يې د ژوند کړۍ په بيلابيلو برخو کې راڅرخولې ده. تڼیوال د هغه د ژوند او دندو په اړه وویل:

«له ١٣١٧ څخه تر ١٣٢٣ کاله پورې د پښتو ټولنې دمشرتابه په توګه، له ١٣٢٣ څخه د پخوانۍ دندې تر څنګ په کابل پوهنتون کې د پښتو ادبياتو څانګې استاد، د مطبوعاتو د مستقل رياست د خپرونو د څانګې لوى مدير، په ډيلي کې کلتوري مشاور، د کابل راډيو ريئس، د اطلاعاتو او کلتور وزير، په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى، له ١٣٥١ تر ١٣٥٧ متقاعد، د پښتو څيړنو د نړيوال مرکز او بيا د علومو اکاډمۍ مشاور، د صدارت مشاور او له ١٣٥٩ تر ١٣٦٣ یې په ليبيا کې د سفير په توگه دنده تر سره کړې وه.»

د استاد عبدالروف بېنوا د ژوند، ادب، کلتور، پوهې او علميت په اړه بېلابېلې څيړنې شوې دي او د سيمينار ګډونوالو ته ورسول شوې.

د بېنوا څخه د ٥٦ چاپ شويو اثارو تر څنګ ډير داسې نور شعرونه او نثرونه هم راپاته دي چې لا تر اوسه يې د کتاب بڼه نه ده خپله کړې
د بېنوا څخه د ٥٦ چاپ شويو اثارو تر څنګ ډير داسې نور شعرونه او نثرونه هم راپاته دي چې لا تر اوسه يې د کتاب بڼه نه ده خپله کړېانځور: DW

د بېنوا څخه د ٥٦ چاپ شويو اثارو تر څنګ ډير داسې نور شعرونه او نثرونه هم راپاته دي چې لا تر اوسه يې د کتاب بڼه نه ده خپله کړې، د علومو اکاډمۍ سلاکار او استاد حبيب الله رفیع، له ټولو هغو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې د بېنوا شعرونه او نثرونه ورته وسپاري چې لا هم تر اوسه د چا سره پاته دي:

«د ده د شعرونو درې مجموعې چاپ شوي دي، چې يوه یې پريشانه افکار بل د غنمو وږى او دريم هم د هسک پيغله ده. ليکن د دې سره سره د ده يو شمير شعرونه د هيواد په خپرونو کې خواره واره پاته دي چې راټول شوي نه دي او زه له دې سټیج نه وړاندیز کوم چې هغه راغونډ شي او چاپ شي.»

څيړندوى عبدالغفور ليوال، د سمبوليک بېنوا تر عنوان لاندې د بېنوا پر سمبوليستيک شعر باندې مقاله هم وړاندې کړه او ويې ويل چې د بېنوا په شعرونو کې سمبول په خورا ښه توګه ښکاري ځکه چې هغه يې په مفهوم پوهيده.

استاد بېنوا د خپلو ښو کارونو له کبله دوه مډالونه هم تر لاسه کړي دي چې يو يې په لومړۍ درجه طلايي او بل يې په دوهمه درجه د ستوري مډال دى. بېنوا د پښتو په پنځو ستورو کې هم راغلى دى.

په ورته وخت کې د علومو اکاډمۍ غړى څيړنپوه نعمت الله اندړ چې له ارواښاد بېنوا سره هم پاته شوى وايي چې د هغه وخت په مجلو کې به د استاد بېنوا له ليکنو څخه په بهر کې د پوهنتونو تدريس کيده، خو زياتوي چې اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورته هيڅ پام نه دى شوى. په دغه غونډه کې د کلتور وزارت کوم استازی موجود نه وو او نه د وزارت له لوري کومه مقاله وړاندې شوه.

بل پلو بيا د ماليې وزارت څخه راغلی استازى څيړنپوه دوکتور محمد عالم اسحاق زى، وايي چې د ماليې له وازرت څخه به د نورو علمي ادارو په څير دعلومو اکاډمۍ ته هم د مالي امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

ارواښاد عبدالروف بينوا په ١٢٩٢ لمريز کال کې په کندهار کې زيږيدلى او د ٧٣ کلونو په عمر يې د امريکا په نيوجرسي ايالت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او هماغلته خاورو ته سپارل شوى دى.
د افغانستان د علومو اکاډمي له دولت او په خاصه توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کوي چې د بينوا له وصيت سره سم دې د هغه تابوت افغانستان ته راوړي.