1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د بهرنیو چارو مسووله ایران ته تللې

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ اسفند ۱۸, یکشنبه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسووله کاترین اشتون، د ایران پلازمینې تهران ته رسیدلې ده. اشتون به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د دغه هیواد د اتومي پروگرام، د ایران او اروپايي ټولنې پر اړیکو باندې خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/1BMSd
انځور: picture-alliance/dpa

اشتون د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف، سره ولیدل. تر دې غونډې وروسته هغې په تهران کې یوه گډ خبري کنفرانس ته وویل چې د ایران د اتومي پروگرام په اړه تر خبرو اترو وروسته حتمې نه ده چې یو جامع تړون رامنځ ته شي: «دا موقت تړون مهم دی خو نه د یوه جامع تړون په اندازه. د یوه جامع تړون رامنځ ته کیدل یو ستونزمن او ننگوونکی کار دی. په عین حال کې د دې خبرې کوم تضمین هم نه شته چې هغه دې کامیابه شي.»

اشتون له خپلو خبرو سره د ایران او شپږو نړیوالو ځواکونو تر منځ لاسلیک شوي تړون ته اشاره وکړه چې له مخې یې پر ایران باندې یو څه نړیوال بندیزونه راکمیږي. د تړون له مخې به ایران هم په خپل اتومي پروگرام کې یو څه بدلونونه راولي. دغه تړون د تیر کال په نومبر میاشت کې لاسلیک شوی وو او د روان کال په جنوري میاشت کې یې د پلي کیدو بهیر پیل شو.

«ایران لیواله دی»

ظریف روښانه کړه چې ایران غواړي له نړیوالې ټولنې سره یوه وروستي تړون ته ورسیږي. هغه هیله څرگنده کړه چې دغه شان یو تړون به د روان کال تر جولای میاشتې پورې رامنځ ته شي. هغه وویل: «ایران لیوال دی چې دغه شان یو تړون رامنځ ته شي. موږ خپل ښه نیت او سیاسي اراده ښوولې ده. موږ خپله برخه کار کړی دی.»

ظریف په عین حال کې پر دې خبره باندې هم ټینگار وکړ چې دغه تړون باید د ایران د خلکو د حقوقو درناوی وکړي او باید د دغه هیواد ملي گټې تضمین کړي.

دا ایران ته د اشتون لومړی سفر دی. هغه به د دوو ورځو له پاره په دې هیواد کې پاتې شي. اشتون به ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هیواد له ولسمشر حسن روحاني، او د پارلمان له مشر علي لاریجاني سره وویني.

ایراني چارواکو ویلي دي چې د اشتون د لیدنو کتنو پر مهال به همداراز د ایران د اتومي پروگرام په اړه هم خبرې اترې وشي.

په ایران کې د حسن روحاني د حکومت له کار ته په راتلو سره د دغه هیواد او نړیوالې ټولنې اړیکې د پخوا په پرتله ښې شوې دي.