د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران د اقتصادي ودي پر يو بل پروګرام خبرې اترې کوي
۱۳۸۷ اسفند ۶, سهشنبهدغه پروګرام به پنځه مليارډه ايرو مصرف ولري، او د تير کال د پيسو څخه به چه مصرف سوي ندي، پوره سي.
خو ځيني حکومتونه د اقتصادي مشکلاتو سره اخته دي ،د ځيو نورو سره بايد کومک وسي، او د ځينو نورو حکومت دپاره بيا د اقتصادي ودي ملي پروګرامونه کفايت کوي. پر دغه موضوع به د مارچ په نيمايي کښي د اروپايي ټولني په سرمشريزه کښي خبري وسي.
د جرمني خارجه چارو وزير فرانک والټر سټاين ماير هم بيله هغه پدې عقيده دي چه د اقتصادي بحران تر ځنګ نوري موضوعګاني هم سته ،چه بايد ورباندي خبري وسي.
« موږ په اروپا کښي اجازه نلرو چه يوازي د ځان په خاطر سياست پر مخ بوزو. که غواړو او که نه غواړو موږ د اجنډا پر خارجي سياسي موضوعګانو باندي هم بحث وکو.»
د افغانستان په ارتباط چه دامريکا د نوي ادارې په راتلو سره د هغه د پخواني سياست په باب انتقادي برخورد کيږي، نبايد هير کو او اوس معلوميږي چه زموږ او نوي امريکايي ادارې تر منځ په تګلاره کي دډيرو شيانو په اړه د نطر يووالی موجود دی. او دا زموږ چانس نور هم ډيروي.»
د جرمني حکومت خوشاله دی چه د امريکا نوی حکومت په افغانستان کښي د ملکي بيا جوړوني سياست ته ډير ارزښت ورکوي. جرمني د اوله سره د نظامي او ملکي کار تر منځ د تعادل غوښتونکی ؤ،خو د همدغه کبله د بوش د حکومت د مخالفت سره مخامخ ؤ.
تر هغه وروسته چه په اسراييلو کي د ليکود د ګوند مشر بنيامين نيتان ياهو د حکومت په جوړيدو مؤظف سو ،نو د منځني ختيځ موضوع هم د بروکسل د غونډي يوه موضوع وه. نيتان ياهو د فلسطينيانو د يوه دولت د جوړيدو مخالف دی.
د چک د جمهوريت د اروپا وزير الکساندر وُندرا د همدې کبله په منځني ختيځ کښي د اروپايي ټولني په رول بازي کولو کي مشکلات ويني، دی وايي:
«امکان لري موږ هلته يوه مشکله شروع ولرو ،خو موږ بايد د سولي پروسې ته دوام ورکو. ځکه چه ددوو دولتو د جوړولو موضوع د حل يوازينۍ موضوع ده او موږ نسو کولای چه ډير انتظار وکو.»
د بروکسل ددغي غونډي تر شروع کيدو دمخه د فرانسې خارجه چارو وزير کوچنر ،چه مخکي يې د اروپايي ټولني د شورا مشرتوب پر غاړه درلودۍ،او د چک د جمهوريت د خارجه وزير کارل شوارڅن بيرګ چه اوس د شورا مشرتوب پر غاړه لري، تر منځ يو فوق العاده مطبوعاتي کنفرانس هم جوړ سو، چه هلته دوي د خپلو اختلافونو او نظرونو پر يووالي باندي خبري وکړې.