1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني غښتل توب په يووالي کي دی

۱۳۸۹ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

جرمني او فرانسې خپل د نظر هغه اختلافات د منځه يوړه چي د اروپايي ټولني د مالي سياست په برخه کي يې درلودل...

https://p.dw.com/p/NrKJ
د جرمني صدراعظمه مېرمن انگيلا ميرکل د فرانسې د صدرا عظم نيکولا سرکوزي سره په خبره غونډه کي
د جرمني صدراعظمه مېرمن انگيلا ميرکل د فرانسې د صدرا عظم نيکولا سرکوزي سره په خبره غونډه کيانځور: apn

اصلاً خو نيکولا سرکوزي بايد يوه اونۍ د مخه برلين ته راغلی وای خو د اروپايي مالي سياست په برخه کي يې د دواړو هيوادونو تر منځ د نظر اختلاف د سفر مانع گرځېدلی و.

دواړو مشرانو مېرمن انگيلا مير کل او سرکوزي د دوشنبې په ورځ په صدارت کي خپل هغه اختلافات، چي د اروپايي ټولني د مالي سياست په برخه کي يې درلوده له منځه يوړه.

د المان او فرانسې مشرانو غوښتل چي د اروپايي ټولني د راتلونکي سرمشريزي د پاره چي په بروکسل کي جوړيږي نه يوازي داچي خنډ ونه گرځي، بلکي هغه نور هم په کار واچوي.

که څه هم چي تر خبرو اترو وروسته په خبري غونډه کي سرکوزي داسي و ښودل چي خبري اسانه نه وې ولي په پای کي بيا هم هغه او انگيلا ميرکل د خپلو خبرو د پايلو څخه راضه وه. مېرمن ميرکل وويل:

«ډيره مننه گرانه نيکولا چي تا دلته تشريف راوړی . زه فکر کوم چي په دې سره فرانسې او جرمني و ښودل چي، موږ يو ځای کار کولای سو او په راتلونکي کي یو ځای اروپايي ټولني ته وده ورکولای سو.»

د دواړو هيوادونو مشران دې موافقې ته سره ر سېدلي چي د اروپايي ټولني د اقتصادي سياست په تصميم نيولو کي بايد ټول 27 غړي هيوادونه حق ولري نه داسي لکه سرکوزي، چي د مخه وړانديز کړی و، چي يوازي دي هغه 16 هيوادونه په دې کي شاميل وي، چي يو پولي واحد لري.

د جرمني صدرا عظمه وايي:

« فرانسې د يو اقتصادي حکومت اصطلا رامنځ ته کړې ده او ما دا منلې ده او وايم چي د اروپايي ټولني 27 سره غړي هيوادونه غواړم، چي دغه اقتصادي حکومت ته ور داخل کړم تر څو د اروپا د اتحاد په گډ بازار کي اختلاف پيدا نه سي. دا په دې مانا ده چي نوي ادارې نه غواړو، خو د اړتيا په وخت کي بايد سم غبرگون و ښيو او مسئلې په عملي ډول حل کړو. لکه څنگه چي دغه خبره د فرانسې ولسمشر هم کړې ده.»

ددوی دواړو د موافقې عملي جمبه په دې کي ده، چي د يورو د حوضې د 16 غړو هيوادونو سره دي په دې لاره کي سلا مشوره وسي، چي په داسي مواريدو کي دي د اروپايي ټولني 27 غړي هيوادونه شريک کړي که څنگه.

د يونان مالي بحران دا وښوده چي دغه ډول اقدام څونده ضروري دی.

د فرانسې صدراعظم نيکولا سرکوزي ددې سره سره چي په خوا په داسي نظر و چي په پاريس کي دي د اروپا د مرکزي بانک په وړاندي چي مرکز يې په فرانکفور دي داسي اداره جوړه سي، چي هغه کنترول کړي د انگيلا مير کل سره په دې جوړ جاړي کي بيا هم راضي و.

سرکوزي وويل:

« موږ دواړو د يو بل په وړاندي سره تير سو. اروپا د داسي يو وخت په تمه ول، چي المان او فرانسه په یو فکر سي، تر څوددغه بحران څخه سمه نتيجه واخلي.»

ددې خبرو يوه نتيجه هغه پريکړه هم ده، چي د اروپايي ټولني د هغو هيوادونو په وړاندي دي د بنديزونو يو ميکانيزم جوړ سي، چي خپلي دولتي بودجې ته خيال نه ساتي. مثلاً د هغوئ څخه دي د رايه ورکولو حق واخستل سي. دا چي ددغه کار دپاره د اروپايي ټولني په تړونونو کي هم تغيراتو ته اړتيا ليدل کيږي که نه دا به په بروکسل کي د راتلونکي سرمشريزي موضوع وي.

Werkhäuser, Nina / زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم