1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخوان المسلمین مرستیال ونیول شو

نسیم صابر (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۵, شنبه

د مصر د اخوان المسلمين گوند مرستيال خيرت الشاطر، په قاهره کې ونيول شو. نوموړی تر راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي، وروسته تر ټولو نفوذ او قدرت لرونکی سياستوال بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/1933z
Egypt's Muslim Brotherhood presidential candidate Khairat el-Shater talks to reporters during a press conference in Cairo, Egypt Monday, April 9, 2012. (Foto:Nasser Nasser/AP/dapd)
Ägypten Muslimbruderschaft Khayrat el-Shater al-Shaterانځور: AP

په روانه اوونۍ کې د مرسي تر راپرځول کیدو وروسته الشاطر (په انځور کې ښوول شوی کس) د اخوان المسلمين د گوند ورپسې مشر دی چې د پوځ له خوا نيول کيږي. د مصر د کورنيو چارو وزارت وياند هاني عبداللطيف، له اسوشيتيد پريس آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې الشاطر له خپل ورور سره د قاهرې په ختيځ کې د «خلک تاوریخوالي ته د پارونې په تور» نيول شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت يوه جنرال د نوم نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې «خيرت الشاطر او د هغه ورور د څارنوالۍ په غوښتنه ونيول شول.» الشاطر د اخوان المسلمين د لوی مشر محمد بديع، مرستيال او د دغه ګوند اصلي سياسي طراح او پرېکړه کوونکی بلل کيږي. دغه بډای سوداګر په لومړي سر کې د ولسمشرۍ له پاره د نوموړې ډلې اصلي کانديد وو، خو بیا وروسته محمد مرسي ټاکنو ته ودرېد ځکه چې الشاطر د پخواني حبس له کبله د کاندیدۍ شرطونه پوره نه کړل.

مرسي چې يو کال وړاندې د مصر د لومړني آزاد ټاکل شوي ولسمشر په توګه واک ته ورسېد، تر هغه وروسته د پوځ له خوا له واکه راوپرځول شو چې په میليونو مصریانو د لاريونونو له لارې د هغه استعفا وغوښته. مظاهره کوونکو پر ده باندې تور لګاوه چې تندلارو اسلامپالو ته يې ډېر واک ورکړی وو او دا چې نوموړی له اقتصادي کړکېچ سره د چلند په برخه کې پاته راغلی وو.

بلې خوا ته د مرسي پلويانو پر پوځ باندې تور لگوي چې په مصر کې د دموکراسۍ د هڅو مخه نيسي. هغوی د پوځ له خوا د مرسي راپرځول «پوځي کودتا» بولي.

بديع قسم خوري چې مرسي به بيا واک ته رسيږي

د اخوان المسلمين مشر محمد بديع، د جمعې په ورځ د قاهرې په يو پراخ لاريون کې راڅرګند شو او ويې غوښتل چې مرسي بايد بېرته قدرت ته ستون شي. نوموړي ژمنه وکړه چې د اخوان المسلمين پلويان به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تاوتريخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

بديع هغه رپوټونه رد کړل چې وايي دی هم نيول شوی دی. امنيتي ځواکونو وړاندې ويلي ول چې بديع د اخوان المسلمين د هغو مشرانو له ډلې څخه دی چې د مرسي تر پرځونې وروسته نيول شوي دي.

«ټول هغه تدابير چې [د پوځ له خوا] نیول شوي دي، ناچله دي»، دغه خبره بديع د لاريون په ترڅ کې وکړه او زياته يې کړه: «هغه په میليونو خلک چې د مرسي ملاتړ کوي، به تر هغه وخته پورې ولسمشر مرسي بیا واک ته رسیږي په ميدانو کې پاتې.»

په اسکندريه کې مرګ ژوبله اوښتې ده

د مصر په دويم لوی ښار اسکنريه کې ۱۲ کسان د جمعې په ورځ هغه وخت ووژل شول چې د مرسي د پلويانو او مخالفينو تر منځ د سړک پر سر نښتې وشوې. د بېړني سرويس يوه چارواکي امر سلامه، د اسوشيتيد پريس آژانس ته وويل چې په سلګونو اسلامپاله کسان د مرسي د مخالفينو لاريون ته ورګډ شول او پر هغوی باندې یې ډزې وکړې. سلامه دا هم وويل چې پوليسو د مخالفينو ننګه وکړه.

د دولتي تلويزيون د رپوټ له مخې د قاهرې په تحرير ميدان کې هم ۱۲ کسان هغه وخت ووژل شول چې د مرسي پلويانو له مخالفينو سره نښتې او پر هغوی باندې ډزې وکړې. د دولتي «مېنا» خبري آژانس په خبره څلور احتجاج کوونکي د جمهوري ګارد د مقر څخه دباندې هغه وخت ووژل شول چې هغوی د مرسي په پلوۍ له يوه لاريون څخه بېل شوي ول. په دې ترتیب سره نو د جمعې په ورځ په مصر کې د تاوتریخوالي به بیلابیلو پېښو کې لږ تر لږه ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب