1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمدي نژاد بيا ټاکل کېدل د ډيرو له پاره د هيرانتيا وړ ده

۱۳۸۸ خرداد ۲۴, یکشنبه

د ايران د اولسمشرۍ کومي ټاکني چي د جمعې په ورځ تر سره سوې ښايي د اسلامي ايران د بنسټ ايښودلو راهيسي تر ټولو مهمه ټاکنې وي. دغه ټاکنې نه يوازي د ايران، بلکي د ټولې سيمي او حتی د ټولي نړۍ له پاره مهمي وې...

https://p.dw.com/p/I9FR
د مشر محمود احمدي نژاد
د مشر محمود احمدي نژادانځور: AP

د لبنان په ټاکنو کي د حزب الله ماته د منځني ختيځ په هکله د باراک اوباما د تګلارې لپاره مثبت قدم و. که په ايران کي هم معتدل واکمن ټاکل سوی وای نو به ښايي د ايران او امريکا تر منځ د اړيکو ښو کولو لاري پرانستل سوي وای او حتی ښايي چي د دواړو هيوادونو تر منځ مستقيمه خبري اترو ته لاره هواره سوې وای. د منځني ختيځ لپاره د اوباما پر ستراتيژۍ به هم د يوه اعتدال غوښتونکي ايراني سياستوال پر واک راتلو مثبت اغېزه درلودلای. خو ايرانيانو خپلې رايې ورکړې او احمدي نژاد بيا وټاکل سو. زوړ اولس مشر نوی اولس مشر سو. او پدې توګه دايران او امريکا تر منځ د ښو اړيکو رامنځ ته کېدلو لاره ستونزمنه پاتې سوه.

د احمدي نژاد څرګنده بريا د ډيرو اېراني کارپوهانو لپاره هېښوونکې وه، چا چي وړاندوينه کړې وه چي د احمدي نژاد او د اعتدال غوښتونکي مير حسين موساوي تر منځ به سخته سيالي رامنځ ته سي او دا چي دوی به يو ډول رايې وګټي. له همدې وجې اوس په ټاکنو کی د درغليو شکونه کلک سوي دي. اوس في الحاله د تهران په شمول د ايران زياتره ښارونه د امنيتي چارواکو تر کنټرول لاندي دي. د موبايل له لاري د پيغامونو لېږد بند کړل سوی دی او ډيرو انټرنټي پاڼو معلومات بند کړل سوي دي. خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چي د سخت محافظه پال احمدي نژاد بريا بېله شکه غبرګونونه رامنځ ته کړي.

د احمدي نژاد بيا ټاکل کېدل د هغو هيلو ماتې ده، چي د اوسنۍ واکمن د واکمنۍ د پای ته رسېدلو سره تړلې وې. دغه واکمني چي د ډيرو لپاره د يوه بد خوب مانا لري نوره اوږده سوه. ټوله هغې هيلي چي اېرانيانود بهتره ژوند، مساوي حقونو او د لږکيو سره د تعصبي چلن د پای ته رسېدلو لپاره درلودلې پوره نه سوې.

په ايران کي وروستۍ د اولس مشرۍ ټاکنې د امريکا د اولس مشرۍ ټاکنو ته ډېري ورته وې. کانديدان په ژوندي تلويزوني خپرونه کي سره مخامخ کړل سول، چي بحث يې په ملينونو ايرانيانو پر تلويزيون وليدی. دکانديدانو پدغه تلويزوني بحثونو کي داسي موضوعي هم وڅېړل سولې لکه اداري فساد.

زوړ او نوی اولس مشر به نه يوازي داچي د زړو ستونزو سره لاس او ګريوان وي بلکه پر دغو ستونزو به نوي ستونزې هم وراضافه سي. که له يوې خوا په ايران کي د نوي عصر ښځي د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي نو له بلي خو د نوي عصر ځوانان نوي آزادياني غواړي. د احمدي نژاد دواکمنۍ په تيرو کلنو کي د لږکيانو سره توند چلن کېدی او دغه لږکۍ به د خپلو ملکي حقونو خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. نړۍ وال اقتصادي بحران او د کلنو راهيسي پر ايران د اقتصادي بنديزونو پايلې چي پړه يې د احمدي نژاد ناسم اقتصادي سياست بلل کيږي به هم د احمدي نژاد لپاره يوه ستره ننګونه وي.

ددې ترڅنګ د بقا سره تړاو درلودونکې بعضي پوښتنې هم مطرح دي. لومړۍ دا چي که د منځني ختيځ په تړاو د اوباما ستراتيژي ناکامه سي څه به کيږي او بل داچي اسرايل به د احمدي نژاد په بيا ټاکل کېدو څه ډول غبرګون وښيي. خو دا خبره څرګنده ده چي د احمدي نژاد په واکمنۍ کي به د ايران اټومي پروګرام جريان ولري او احمدي نژاد به مخ په وړاندي هم داسي څرګندونې کوي چي د سخت اختلاف باعث ګرځي.

Faroughi/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل