1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتریش پارلمان د مهاجرو قانون سختول تصویب کړ

۱۳۹۵ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د اتریش پارلمان د چهارشنبې په ورځ د کډوالۍ سیاست په برخه کې د قوانینو لا زیات سختول تصویب کړل. د نوي مقررې له مخې کیدای شي په دغه هیواد کې د ډیرو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه رد شي.

https://p.dw.com/p/1IehN
د اتريش سرحدي ساتونکي
انځور: picture alliance/APA/picturedesk.com/E. Scheriau

په اتریش کې د پارلمان له خوا تصویب شوو نوو قوانینو له مخې د ویانا حکومت کولای شي په هیواد کې د مهاجرت بحران پر بنسټ حتي اضطراري حالت نافذ کړي. سربیره پر دې نوی قانون حکومت ته دا واک ورکوي، څو هغه مهاجر چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه لري، د اتریش خاورې ته تر ننوتلو مخې په سرحد کې جواب او بیرته یې ستون کړي.

دغه قوانین د اتریش په پارلمان کې د ۶۷ په مقابل کې په ۹۸ رایو سره تائيد شول. ویل کیږي چې د دغې مقررې تر تصویبیدلو وروسته به د اروپایې اتحادیې د بل هر یوه غړي هیواد په پرتله په دغه هیواد کې د مهاجرو د پناه غوښتنې ډېر غوښتنلیکونه رد شي.

دغه قوانین لکه د سوریې په څیر په کورنۍ جگړه کې د ښکیلو هیوادونو د وگړو یا مهاجرو په برخه کې عملي کیږي.

په اتریش کې د اپوزیسیون گوندونو او د بشري حقونو سازمانونو د مهاجرو پر وړاندي د قوانینو پر سختولو سختي نیوکې کړي دي او دا یې د بشري حقونو له نړیوال کنوانسیون څخه سرغړونه بللې ده.

د دې برعکس د اتریش د کورنیو چارو وزیر وولف گنگ سوبوتکا، د دغو قوانینو څخه دفاع کړی او ویلي دي: دا چې د اروپایې اتحادیې یو شمیر غړي هیوادونه د مهاجرو شمیر کمولو په برخه کې خپل رول نه لوبوي، نو له ابریش سره د دا ډول قوانینو معرفي کولو پرته بل هیڅ لاره نه وه. سوبوتکا زیاته کړې: «موږ ټول بار پر خپلو اوږو نه شو پورته کولای.»

تیر کال په اتریش کې تر ۹۰ زره ډیرو مهاجرو د پناه غوښتنه کړې وه. سربیره پر دې د شمالي او لویدیځو اروپایې هیوادونو پر لور د تلونکو (تر ۱،۱ میلیون ډیر مهاجر) د اتریش له خاورې څخه په تیریدو دغو اروپایې هیوادونو ته ځانونه رسولي دي.

د نوو قوانینو پر بنسټ د مهاجرت کړکېچ د دغه هیواد امنیت ته د گواښ پیښولو په دلیل په اتریش کې اضطراري حالت نافذېدلای شي. همدارنگه د نوي قانون له مخې د اتریش خاورې ته د ننوتلو او د پناه غوښتنې حق یوازي هغه مهاجر ته ورکول کیږي، چې د اتریش په گاونډيو هیوادو کې یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.

پارلمان ته د رای گیرۍ له پاره د دغو قوانینو تر وړاندی کیدو مخکې د اپوزیسیون گوند یوه غړي ماتهیاس شټرولس وویل : «نن چې کوم قوانين جوړیږي، که غلطو لاسو ته ولویږي، نو ډیرې خطرناکې پايلې لرلای شي.»

د اتریش حکومت په داسې یو وخت کې نوي قوانین معرفي کړل چې همدا تیره یکشنبه د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ښي اړخي گوند(فریډم پارټي) نوماند نوربرت هوفر، بریالی شوی دی.