1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش: ژغورل شوي مهاجرین دې ایټالیا ته نه انتقالیږي

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لیبیا کې د ثبات، سیاسي حالت او د مهاجرت د کړکیچ په هکله خبرې کړي. په کلني ډول، له افریقا څخه زرګونه مهاجرین د لیبیا د سواحلو او د مدیترانې د سمندر له لارې اروپا ته مهاجرت کوي.

https://p.dw.com/p/2gg1p
Österreich Linz ÖVP wählt Sebastian Kurz zum Vorsitzenden
انځور: picture-alliance/dpa/APA/H. Punz

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې چې نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د جولای میاشتې په ۱۷ نیټه) ترسره شوه، د اتریش د بهرنیو چارو وزیر سباستین کورتس، له بروکسل څخه وغوښتل چې د «مدیترانې لارې دې وتړل شي.» نوموړي په دې هکله وویل چې په سمندرونو کې ژغورل شوي مهاجرین دې نور ایټالیا ته انتقالیږي. کورتس وویل: «د مدیترانې په سمندر کې ژغورل شوو کسانو ته دې د مرکزي اروپا ټکټ نه ورکول کیږي.»

د دوشنبې په ورځ د اوړي تر رخصتیو مخکې، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله وروستی ناسته کې همدا راز په لیبیا کې د روان سیاسي حالت او په دې هیواد کې د ثبات په هکله هم خبرې اترې کړي. د معمر قذافي د حکومت تر نسکوریدو وروسته له کړکیچ سره مخ د شمالي افریقا دغه هیواد یعنې لیبیا، اروپا ته د تلونکو افریقايي مهاجرو له پاره یو اصلي تم ځای ګڼل کیږي.

انساني قاچاقبران چې د لیبیا د مرکزي حکومت د واک له سیمې بهر فعالیت کوي، په افریقايي هیوادونو کې له بې وزلی او جنګ سره لاس او ګریوان مهاجرین د غیر معیاري او ډکو کښتیو له لارې اروپا ته لیږدوي. له خطرونو ډکه په دې لار کې ګڼ شمیر مهاجرین بیا خپل ژوندونه هم له لاسه ورکوي.

له سمندرونو څخه تر تیریدو وروسته دوی بیا د ایټالیا اصلي خاورې او یا هم د دې هیواد ټاپو ګانو ته رسیږي. په ایټالیا کې د مهاجرینو د شمیر زیاتوالی د دې لامل شوی چې دغه هیواد له خپلو اروپايي شریکانو څخه د لا ډیرو اغیزمنو مرستو غوښتنه وکړي.

Italien - Flüchtlingsboote - Mittelmeer
انځور: Getty Images/C. McGrath

له خپلو اروپايي شریکانو څخه د کافي مرستو د نه ترلاسه کولو پرضد، ایټالیا د دوشنبې په ورځ د «سوفیا» په نامه په سمندر کې د مهاجرینو د ژغورنې عملیات ځنډولي دي. د دغه ماموریت په چوکاټ کې د لیبیا د سمندري ساتونکو ځواکونو ته روزنه ورکول کیده چې د وسلو او د انسانانو له قاچاقبرانو سره مبارزه وکړي. د دې ترڅنګ دوی ته په سمندرونو کې د ګیرشوو کسانو د ژغورنې او ایټالیا ته د انتقال په هکله هم روزنې ورکول کیدې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګریني د دې ماموریت د درولو پروړاندې د عکس العمل په څرګندولو سره وویل چې لا هم د «سوفیا» د ژغورنې عملیاتو ته چې د جولای میاشتې په ۲۷ نیټه پای ته رسیږي، وخت پاتې دی. په دې ترتیب هغې وویل چې هغه د دې ماموریت بیا پیل کیدل «د کوم ځانګړې هیواد له پاره ځانګړې ستونزه» نه ګڼي.

 د مهاجرینو د ژغورلو او د «سوفیا» د ماموریت له لارې اروپا ته د دې مهاجرینو د انتقال پر مسئلې باندې د بلجیم د مهاجرت د چارو مشر، تئو فرانکن هم نیوکه وکړه. فرانکن د یکشنبې په ورځ د «وي. ټي. ام» په نامه له رسنې سره د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې هکله وویل چې د مهاجرینو ژغورنه او انتقال د دې لامل کیږي چې «لا ډیر غیر قانوني مهاجرین» د اروپا په لور حرکت وکړي. نوموړي همدا راز وویل چې انسانان باید وژغورل شي خو باید دوی اروپا ته انتقال نه شي.

فرانس پرس / خ. حکیمي