1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتريش د مهاجرو په کمپ کي دوه جهاديان نيول شوي

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

د فرانسي خبري اژانس په حواله د اتریش پولیسو هغه دوه سوریایي ورونه نیولي دي چې له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ شک پرې کیږي. دا ورونه يو ئې اولس کلن او بل ئې اتلس کلن دی.

https://p.dw.com/p/1HTcl
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د اتریش له پایتخت ویانا څخه په دې اړه د رپوټونو له مخي دا دوه ورونه له هغې وروسته ونیول شول چې آلماني چارواکو یې په اړه معلومات د اتریش له چارواکو سره شریک کړل.

له جګړه ځپلي هیواد سوریې څخه راغلي دا دوه ورونه، چې ګومان کیږي له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري، د اتریش په جنوب کې د مهاجرو په یو کمپ کې اوسیدل.

د اتریش څارنوالۍ په وینا پر ۱۷ کلن شکمن سوریایي کس دا تور لګول شوی دی چې دی په سوريه کې له «اسلامي دولت» ډلې یا داعش سره اړیکي لري همداراز ویل کیږي چې هغه مشر ورور چې ۱۸ کاله عمر لري د احرار الشام له ډلې سره یو ځاې یې د بشار الاسد حکومت پر وړاندي په جګړو کې برخه اخیستې ده.

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

دا تورونه په دې معنی دي چې دا ورونه له دوو مخالفو تنظیمونو سره اړیکي لري او په سوریه کې یو د بل پر وړاندې په جګړه کې ښکیل ول.

د اتریش څارنوالۍ په حواله پر دې دوو ورونو باندي په ترهګرۍ کې د ښکیلتیا، د وژنو اراده او ترهګر تورونه لګول شوي دي. د معلوماتو له مخې د دې دوو کسانو یو بل ورور تر دې وړاندې په آلمان کې نیول شوی دی.

ګومان کیږي چې له دې نیونو څخه وروسته په اتریش کې د مهاجرو په اړه بحث کې به بدلون راشي. د مهاجرو د کړکیچ په اړه د اتریش د خلکو نظر پر دوو برخو ویشل شوی دی.

پر پاریس تر حملو وروسته دا ګومان کیده چې د بریدونو تر سره کوونکو ځانونه د مهاجرو په بڼه اروپا ته رسولي دي. تر همدې بریدونو څخه وروسته په اتریش کې د مهاجرو ضد ډلو محبوبیت ډیر شوی دی.

سږ کال په اتریش کې ۹۵ زره کسانو د پناه غوښتنه کړي ده چې دا شمېر د تیر کال په پرتله څو برابره ډېر دی. تیر کال په دغه هیواد کې ۲۸ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې وه.

له عراق، افغانستان او سوریي څخه ډېر ځوانان دغه هیواد ته راغلي دي چې ښی اړخه ډلې یې د دغه هیواد ټولني ته یو ګواښ ګڼي.