1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «آوشويڅ» د آزادېدو ۶۸ کاليزه

نسيم صابر (بيرگيت)۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه

آوشويڅ د نازيانو په وخت کې د يهودانو، روما او سينتي قومو او نورو خلکو د ډله ييزي وژنې يوه مترادفه کلمه گرځېدلې ده. د جنورۍ په ۲۷ مه نېټه د وخت شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د دغه کمپ د آزادېدو ۶۸مه کليزه ده.

https://p.dw.com/p/17SFC
انځور: Museen der Stadt Nürnberg

د وخت د شوروي اتحاد سره لښکر د ۱۹۴۵ کال د جنورۍ د مياشتي پر ۱۳ نېټه سهار مهال تر ټولو پراخ يرغل پيل کړ چي د جنگ لومړۍ کرښه د ۱۰۰۰ کيلومترو په اوږدو کې اور اخيستی وو.

په دغه جنگ کي چې سور لښکر يو گام مخته کېدی د آوشويڅ په کمپ کې د پاتې بنديانو د آزادېدو شېبې رانزدې کېدې. خو دغه کارلا دوې اوونۍ وخت ونيو. د ۱۹۴۵ کال د جنورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه، د شنبې په ورځ د شوروي اتحاد ځواکونه آوشويڅ ته ور ورسېدل.

په آوشويڅ کي د نورو تر څنگ سينتي او روما قومونه هم ووژل سول
په آوشويڅ کي د نورو تر څنگ سينتي او روما قومونه هم ووژل سولانځور: Dokumentations- und Kulturzentrum Deutscher Sinti und Roma

سرسخت آلماني پوځي واحدونو له هغوی سره کلک مقاومت کاوه. د دغه کمپ د خلاصون له پار د سره پوځ ۲۳۱ تنو پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دغه کمپ څخه۷۵۰۰ تنه ژوندي پاته شوي بنديان آزاد شول. دغه بنديان ډېر مړژواندي ول او له مړو سره يې ډير لږ فرق کېده. هغه څه چې په آوشويڅ کې پېښ شوي ول، سمدلاسه نه شول خپاره، بلکي د ۱۹۴۵ کال د اپريل په مياشت کې په لومړي ځل د بي بي سي راډيو د آلمانۍ څانگې له خوا په دغه کمپ کې د ژوندي پاته شوو خلکو له خوا معلومات خپاره کړل.

په دغه کمپ کي د ژوندي پاته شوو کسانو له ډلي څخه انيته لاسکر هغه مهال وويل:

«کمپ ته د راوستلو پرمهال به يو ډاکتر او يو قوماندان حاضر ول او له بنديانو څخه به يې پوښتني کولې. موږ په خپلو سترگو وليدل چې خلک به وېشل کېدل، يعنې د عمر او روغتيايي حالت په اړه به پوښتنې ورڅخه کېدلې. نوو راغلو خلکو به په ناپوهۍ سره ورته خپلې ناروغۍ اعلانولې، چې له دې لارې به يې خپل د وژنې حکم لاسليکاوه. په تېره بيا ماشومان او زاړه خلک په نخښه کېدل. خلک به يې ښی او کيڼو خواو ته سره وېشل. ښی لاس د ژوندي پاتېدو او کيڼ خوا تنور ته د لوېدو په معنی وه.»

آوشويوڅ د خلکو د راټولولو او وژلو تر ټولو لوی او وحشتناک کمپ وو، چې د نازيانو وژونکی نظام خپل اوج ته پکښي ورسېد. د دغې ډله ييزي وژنې ناظم، آدولف آيشمن نومېده. هغه د يهودانو د چارو په نوم د رايش يا نازيانو د واکمنۍ د امنيتي چارو د ادارې د څانگې مشري کوله چې د «اس اس» پوځ د ترهگرۍ دستگاه يوه برخه وه.

د دوهمې نړيوالې جگړې په پای ته رسېدو سره آيشمن د واتيکان په مرسته ارجنتاين ته وتښتېد. آيشمن د ۱۹۶۰ کال په می مياشت کې د اسرائيلو د استخباراتو له خوا تر موندلو وروسته يرغمل شو او اسرائيلو ته ئې بوت. هغه په اسرائيلو کي د محاکمې پرمهال هڅه وکړه چې د هولوکاست يا ډله ييزه وژنه کې خپل نقش کم وښيي:

قربانيان به د گازو په وسيله تر وژلو وروسته په تنورو کي سوځول کېده
قربانيان به د گازو په وسيله تر وژلو وروسته په تنورو کي سوځول کېدهانځور: picture-alliance/dpa

«زه متاسف يم او د پخواني آلماني مشرتابه له خوا د يهودانو د له منځه وړلو امر او فعاليتونه غندم. خو ما پخپله هم ونه شوای کولای چې له خپل غوره کړي دريځ څخه واوړم. زه يوازي د قوي او لا پسې قوي ځواکونو د لاس آله او له يو مرموز برخليک سره مخامخ وم.»

د ده دغه هڅه چې غوښتل يې خپل مسئوليت لږ وښېي، د محکمې پر وړاندي د بې شرمۍ يوه هڅه وگڼل شوه. محکمې هغه پړ وگاڼه او د اعدام حکم يې صادر کړ. آيشمن په ۱۹۶۲ کال کې اعدام شو.

د آوشويڅ کمپ چې د پولنډ د کراکوو ښار د جنوب لوېديځ په۶۰ کيلومتره کې پروت دی، د ۱۹۴۰ کال په پسرلي کې جوړ شوی وو. د ۱۹۴۱ کال په سپتمبر کې د کمپ قوماندان رودولف هوېس، امر وکړ چې د «څيگلون بې» په نوم زهرجن گاز دې په کمپ کې د اوسېدونکو د وژنې له پاره استعمال شي. «څيکلون بې» اصلاً د ميکروب ضد دوا ده چې بوی يې سړی په يو څو دقيقو کې وژني.

تر۱۹۴۲ کال وروسته له ټولي اروپا څخه يهودان آوشويڅ ته وروړل کېده چې شمېر ئې نزدې۱،۳ ميليونه انسانان ول. له ۱۹۴۳ کاله يهوان، سينتي او روما قومونه، او د نازيانو له خوا نور تر تعقيب لاندې راغلي کسان په صنعتي ډول له منځه وړل کېده.

په دغه کمپ کي بنديان د گازو په څلورو غرفو کې وژل کېده او داسي لوی لوی تنورونه هم جوړ شوي ول چې تر وژني وروسته به بنديان پکې سوځول کېده.